لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:علماء دې ولس ته ووایي چې په سوله کې خیر دی


دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې د افغانستان د علماو روحاني قوت ډېر زیات او د دوی د سولې غږ تاثیر لري ځکه نو باید دوي ولس ته خپل دا غږ ورسوي چې په سوله کې خیر دی.

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ فاریاب ولایت ته په سفر کې ددغه ولایت د یو شمیر مشرانو سره لیدلي اؤ دهغوئ د ستونزو ترڅنګ یې ورسره افغانستان کې دسولې پروسه کې دعلماؤ‌ په کردار هم خبرې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ښاغلي اشرف غني علماو ته په وینا کې وویل تاسې د ستر فرهنګي میراث استازیتوب کوئ نو تاسې باید د خپلو مشرانو رول بېرته راژوندی کړئ اؤ‌ خپله ملي غوښتنه د الهي اوامرو مطابق برجسته کړئ

هغه وویل دافغانستان اساسي قانون په نړۍ کې بېساری دی او دیني علماو ته په اسلامي هېوادونو کې د لوړو زده کړو شرایط برابرېږي.

دافغانستان ولسمشر د سولې په اړه جوړیدونکي مشورتي لویه جرګه کې علماؤ نه دسولې په پلوۍ دغږ پورته کولو دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې اوړمه ورځ طالبانو راجوړیدونکې دغه مشورتي لویه جرګه جعلي بللې اؤ په خلکو یې غږ کړی چې باید ګډون پکې ونه کړي.

دافغان دولت په غوښتنه تیرکال په انډونیزیا،کابل اؤ اسلام اباد کې دعلماؤ کانفرنسونه جوړ شوي وؤ چې پکې افغانستان کې روانه جګړه ناروا بلل شوې وه خو طالبانو دغه کانفرنسونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ دغسې غونډې دامریکا په فرمائش جوړېږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG