لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د سور صلیب اؤ د روغتیا دنړیوالې کمېټې په فعالیتونو بندېز ولګولو


طالبانو ویلي هغوئ افغانستان کې دخپل واک لاندې سیمو کې سره صلیب نړېوالې کمیټې اؤ د روغتیا د نړیوال سازمان په فعالیتونو بندیز لګولی چې له دې وروسته سور صلیب په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ځنډولي دي.

دطالباند دتحریک ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي چې د ګوزن ضد واکسینو دکمپائن په مهال یې دځېنو شکمنو فعالیتونو له امله د سور صلیب اؤ د روغتیا د نړیوال سازمان په فعالیتونو قدغن لګولی اؤ دا بندیز به دهغوئ د راتلونکي اعلان پورې پځائ وي.

طالبانو خپل بیان کې ویلي چې دغو ټولنو دطالبانو د لارښوونې په اساس فعالیت نه کولو اؤ له دې وروسته یې طالبان دخپل واک لاندې سیمو کې دامینت ساتلو مسولیت نه قبلوي.

د ایي سي ار سي ویاند روبن ووډو دفرانسې نریوالې خبري شبکې ته ویلي چې دطالبانو له دې اقدام وروسته هغوئ‌ په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ودرولي دي.

هغه ویلي چې دطالبانو لخوا دامنیت نه دلاس راښکلو وروسته اوس په افغانستان کې فعالیتونه ممکن نه دي.

تیرکال هم داګست په میاست کې طالبانو د ایي سي ار سي سره دامنیت تړون ختم کړی ؤ چې له امله یې هغه وخت هم دغه ټولنې افغانستان کې خپلې هلې ځلې ځنډولې وې خو وروسته یې بیا د اکتوبر میاشت کې خپل فعالیتونه یو ځل بیا روان کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG