لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په کوټه کې د ترهګر بريد غندنه کړې


په اسلام اباد کې د امریکا سفارت خانې د کوټې په هزارګنجۍ کې د شوي ترهګر بريد غندنه کړې او د اغېزمنو کورنيو سره يې غمرازي او خواخوږي کړې ده.

د کوټې په هزارګنجي کې نن د جمعې په سهار دغه پېښه رامنځته شوې او د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو په بريد کې د ۲۰ کسانو د وژنې او ۴۸ ژوبلېدو پخلی کړی دی.

هغه ويلي دا ځانمرګی بريد ؤ او کومه خاص ټولنه پکې نه ده په هدف شوې او د هزاره ټولنې سره پکې نور خلک هم په نښه شوي دي.

خو په بريد کې په وژل شوؤ کې اته کسان د هزاره ټولنې سره تعلق لري.

پاکستان کې د امریکې سفير پال جونز د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

هزاره ټولنې په کوټه کې د حفاظت غوښتنه کړې چې د دوي د امنيت په موخه دې ګامونه پورته کړی شي او په ننۍ بريد کې ککړ دې د قانون منګولو ته راوستی شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د بريد غندنه کړې او ویلي يې دي د پېښې د پلټنو او د خلکو د حفاظت د پاره یې د امنیتي سرتېرو سېوا کولو امر کړی دی.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري اود عوامي نيشنل ګوند سره نورو سياستوالو هم د ياد بريد غندنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG