دجمعې په ورځ دکوټې په هزار ګنجي سیمه کې په شوي ځانمرګي برید کې دهزاره ټولنې د یو شمیر وګړو د وژل کیدلو په ضد ددغه ټولنې په سوونو وګړي نن په دوهمه ورځ هم په احتجاج بوخت دي اؤ غوښتنه کوي چې په پاکستان کې دې نوره دهزاره ګانو د قتل عام مخه ونیول شي.
دهزار ګنجي په سزي منډهۍ کې د جمعې په سحر شوي ځانمرګي برید کې ۲۱ کسان وژل شوي اؤ ۴۸ ژوبل شوي وؤ چې زیات شمیر پکې د هزاره ټولنې دشیعه مسلمانانو دی.
ددغه ځانمرګي برید په ضد دکوټې په لویدیز بائی باس یا سړک د تیرو ۲۴ ساعتو راهسې دهزاره ټولنې په سوؤنو ښځې اؤ سړي په احتجاجي پرلت بوخت دي اؤ دحکومت اؤ امنیتي ادارو څخه غوښتنه کوي چې په پېښه کې ککړ ترهګر دې ګرفتار اؤ دهزاره ټولنې د وګرو دناترسه قتل عام مخه دې ونیول شي.
د پاکستان د بشري حقونو د قامي کمېشن د رپوټ ترمخه د بلوچستان صوبې د کورنيو
چارو د وزارت شمېرې ښايي چې د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۷م د دسمبر پورې په پينځه کاله موده کې په بلوچستان صوبه کې ۵۰۹ هزاره ګان په بمي چاؤدنو، ځانمرګو بريدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي او ۶۲۷ ټپیان شوي دي.
خو په بلوچستان کې د مېشتو هزاره شیعه ګانو استازې اؤ د بشري حقونو فعالې جلیله حیدر ددعوې له مخې په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې په چاودنو او هدفي بریدونو کې ۳۰۰۰ هزاره ګان وژل شوي دي.
جلیله حیدر تیرکال په کوټه کې دهزاره رورولۍ د وګړو د هدفي وژنو په ضد د ولږې هړتال هم کړی ؤ چې بیا دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه پخپله کوټې ته لاړو اؤ دهزاره ټولنې مشرانو ته یې باور ورکړؤ چې دوئ ته به تحفظ ورکول کیږي.
دکوټې په پروني ځانمرګي برید کې دګڼ شمیر هزاره وګړو د وژل کیدو اؤ ژوبل کیدلو وروسته جلیله حیدر په ټوئټر لیکلي "هغه وعده څه چې وفا نه شي، نن نورې کونډې او نور يتيمان. ما فکر کوو چې د پوځ مشر ته خط وليکم چې يو کال خلک په امن پاتې شو خو هغې کار ونه کړو"
بل خوا نن دخالي په ورځ دپاکستان دسمندري چارو مرکزي وزیر علي زیدي دخواخوږۍ په غرض کوټې ته ورغلی اؤ دغلته یې خبریالانو ته ویلي دهیواد د هر وګړي د سر ومال ساتنه د ریاست ذمه وار
ی ده اؤ حکومت به پېښه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ د کورنیو سره مرستې کوي.
هغه ویلي په نیشنل ایکشن پلان تر ډيره حده عمل شوی اؤ په کومو برخو چې عمل پاتې دی نو دټولو اړونده اړخونو سره په مشوره به په هغې هم په سختۍ سره عمل کولی شي.
مرکزي وزیر ویلي چې دترهګرو هیڅ مذهب نه وي اؤ حکومت به دهغوئ دنوغي ویستلو دپاره دهیڅ رقم ګامونو اخستلو څخه ډډه ونکړي