لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغانستان کې سوله غواړي خو دطالبانو پسرلني عملیات یې نه دي غندلي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان په دې خبره باور لري چې یوازې دسولې دخبرو دلارې دافغانستان شخړه هواریدی شي اؤ‌ ټولې خواوې باید دامن اؤ سولې دپاره کار وکړي.

دپاکستان خارجه وزیر دا څرګندونې دخالي په ورځ وروسته له هغې پخپل یو بیان کې کړي چې افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان څخه وغوښتل چې باید افغانستان کې دطالبانو دپسرلنیو عملیاتو دپیل کولو داعلان غندنه وکړي.

دزلمي خلیلزاد له دغې غوښتنې وروسته که هرڅو شاه محمود قریشي پخپل یو لنډ بیان کې دپاکستان لخوا افغانستان کې سولې ته لیوالتیا ښودلې ده خو د الفتح په نوم دطالبانو دنوؤ عملیاتو داعلان غندنه نه یې نه ده کړې اؤ نه یې هم د طالبانو نوم قدرې اخستی دی.

دبهرنیو چارو وزیر شاه محمودقریشي ویلي پاکستان مدام افغانستان کې دافغان شموله روغې جوړې اؤ امن ملاتړ کړی دی اؤ دا ګڼې چې افغان ستونزه هیڅ پوځي هواری نه لري.

بلخوا د اتوار په ورځ ملتان کې خبریالانو سره دخبرو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې دافغان سولې په اړوند دخبرو راتلونکی پړاؤ‌په دوحه کې ترسره کیږي اؤ پاکستان هڅه کوي چې دغه خبرې اترې ښې پائیلې ولري.

هغه ویلي پاکستان له خپله انده دافغانستان دسولې خبرو کې زړه پورې اسانۍ برابروي اؤ دا یې ارمان دی چې افغان کې امن ټینګ شي.

نوموړي دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې پاکستان نه په افغانستان کې لاسوهنه کړې اؤ نه یې اراده شته .

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې په تړاؤ د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې روانې دي، طالبانو د جمعې په ورځ د " الفتح" په نوم د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان کړی ؤ.

افغان دولت، امریکا،ناټو اؤ دنړۍ یو شمیر نورو هیوادونو دطالبانو ددغه اعلان غندنه کړې اؤ په هغوئ یې غږ کړی چې باید دجنګونو دلارې دسولې روانه پروسه تالاترغۍ نه کړي.

نزدې لس ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو پرضدد " خالد" په نوم د پوځي عملياتو اعلان کړی ؤ.

خو افغان ولسمشر ويلي ؤ د پوځي عملیاتو سره به د خبرو اترو دپاره دروازې خلاصې وي.

دطالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو دپیل کولو داعلان نه وروسته افغانستان کې میشت دناټو ځواکونو هم ویلي چې طالبانو د سولې پځائ دجګړې لاره غوره کړې اؤ ناټو هم تیار ده چې دافغان ځواکونو په ملتیا دطالبانو سره وجنګیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره میاشت په قطر کې دامریکایي استازي زلمي خلیل زاد سره افغانستان کې دسولې په اړوند دشپږو ورځو اوږدې خبرې کړې وې اؤ له دغو خبرو وروسته یې ویلي وؤ چې امریکایي استازي سره مذاکراتو کې یې ګڼ پرمختګونه کړي.

خو اوس چې ټاکل شوې په ۱۹م اپریل قطر کې د طالبانو، افغان سیاستوالو او افغان حکومت د استازو تر منځ یوه بله غونډه کیږي له هغې وړاندې طالبانو دنوؤ جګړو پیل کولو اعلان وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG