لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ ځینې پخواني پوځي افسران پر مېډیا نه خوښوي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د مېډیا کنټرولوونکې ادارې (پېمرا) ویلي، د پاکستان پوځ 26 پخواني پوځي افسران په مېډیا باندې د خبرو لپاره غوره کړي دي. د پېمرا په لیک کې د مشهور دفاعي څېړونکي پخواني جنرل طلعت مسعود او د ځینو نورو پخوانیو پوځي ناقدینو نومونه نه شته.

پېمرا پخپل بیان کې ویلي، پوځ له مېډیا سره د دفاعي څېړونکو په توګه د دغو ریټایر شوو پوځي افسرانو پر خبرو هیڅ اعتراض نه لري، خو وایي د دوی تبصرې، نظر او څېړنه باید د دوی خپل وګڼل شي او له ای ایس پي آر سره ونه تړل شي.

د 26 پخوانیو افسرانو په لیسټ کې مشهور دفاعي څېړونکي بریګېډیر محمود شاه، لیفټیننټ جنرل اسد دراني، لیفټننت جنرل طلعت مسعود او مېجر آمر نه دي شامل کړل شوي. جنرل طلعت مسعود په غربي مېډیا کې د پاکستان پر دفاعي چارو یو هوښیار غږ په توګه اخیستل کېږي.

په امریکا کې مېشت سیاسي څېړونکي ډاکټر محمد تقي د پاکستاني پوځ د نومول شویو دفاعي څېړونکو ډلې ته د "مېډیا دسته" ویلې او پر ټویټر لیکلي:

"ای ایس پي آر په رسمي توګه خپل د مېډیا کنډک (دسته) جوړ کړ. نه، که دوی عام خلک ونوموي چې د دوی خبره کوي هغه به لا ګټوره وای".

په ورکړل شوي لیسټ کې د داسې پوځي افسرانو نومونه لیدل کېږي چې اکثره د پاکستان په مېډیا کې د سختې پاکستانپالنې، له هند سره د تل دوښمنۍ او په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړو په توګه پېژندل کېږي. په دغو کې د لیفټیننټ جنرل معین الدین حیدر، لیفټیننټ جنرل امجد شعیب، لیفټیننټ جنرل نعیم خالد لودي، بریګېډیر سعد رسول او بریګېډیر سید نذیر په ګډون 26 کسان شامل دي.

د پوځ دې اقدام پر ټولنیزو رسنیو د خلکو اندېښنه را پارولې او دا ګام یې د ریټایر شوو پوځیانو د اظهار پر ازادۍ بندیز ګڼلی دی. ریټایر پوځي کرنل انعام الرحیم پر دې لیسټ اعتراض کړی. هغه له وي.او.اې سره په خبرو کې وویل:

"د آیین د 19مې مادې په بنیاد د پاکستان هر تن د اظهار د ازادۍ حق لري او موږ پر دې حق د هیڅ رنګه بندیز نه شو زغملای. ای ایس پي آر هیڅ حق نه لري چې کوم ریټایر پوځي افسر ته صفایي او اجازه ورکړي او د هغوی ژوند کنټرول کړي".

له الجزیره ټیلیویژن سره کار کوونکي خبریال اسد هاشم پر ټویټر لیکلي: "ای ایس پي آر له دې لارې د خبري رسنیو پر بیانیه کنټرول لا پسې سختوي چې ګواکې کوم ریټایرډ پوځي افسران د دفاعي څېړونکو په توګه رسنیو ته خبرې کولای شي".

پېمرا په خپل بیان کې ویلي، هر ریټایر شوی پوځي که غواړي چې د دفاعي څېړونکي په توګه له رسنیو سره خبرې وکړي نو کولای شي له دې ادارې اجازتنامه (این او سي) واخلي.

په پاکستان کې د تحریک انصاف د حکومت تر راتګ وروسته رسنیو له یو لړ بندیزونو او نا اعلان شوي سنسرشپ سره مخ شوې دي، چې په بنیاد یې ګڼ شمېر خبریال او د ټیلیویژنونو مشهور پروګرام چلوونکي هم له خپلو دندو ایستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG