لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د مذاکراتو نه وړاندې به د پښتونخوا په ټولو برخو کې د ملګرو سره وينو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین وايي، "دا چې مذاکرات به د چا سره کوو د دې دپاره به لمړی مونږ د پښتونخوا په هره علاقه کې د خپلو مشرانو ملګرو سره ناسته کوو".

د پي ټي اېم مشر دغه خبره وروستو له هغې کړې چې پرون د نهې، سه شنبې په ورځ يې سره د ملګرو د سېنېټ د قايمه کمېټۍ سره ليدلي وو.

نوموړي د دغه ليدنې وروسته ويلي "د سېنېټ د قايمه کمېټۍ په وړاندې مې خپل دريځ وړاندې کړو او د خپل قام په تحفظاتو مو خبر کړه او په دې ليدنه کې د ټولو سياسي ګوندونو استازي شامل وو".

هغه ويلي دغو خبرو او ليدنې ته "ميډيا د مذاکراتو نوم ورکړی خو دا مذاکرات نه ؤ يواځې د پي ټي اېم او د پي ټي اېم د غوښتنو په اړوند مې بيان کړی دی".

د پي ټي اېم مشر زياته کړې "دا مې په ډاګه کړه چې مذاکرات کله او د چا سره کوو لمړی به د پښتونخوا په هره برخه کې د خپلو مشرانو ملګرو ناسته کوي دا به ټاکي چې په کومو مسلو به د چا سره خبره کوي. زه يواځې نه يم بلکې د ټولو ملګرو سره به مشوره کيږي".

د يادې ليدنې په اړوند د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي، پي ټي اېم ته د سینیټ کمیټې د خبرو بلنه ورکړې وه او د دغه کمېټۍ په غونډه کې د پي‌ ټي‌ اېم ټولې غوښتنې جائز بلل شوي او پرېکړه شوې چې د ترسره کولو دپاره به یې هڅې کولی شي.

هغه ویلي مونږ ته ویل شوي ؤ چې "تاسو راشئ خپله کیسه وکړئ او بیا وړاندې به مونږ ستاسو په غوښتنو کار کوؤ،مونږ ورغلو، درې ساعته اوږدې خبرې مو ورسره وکړې او ټول شیان مو ورته روښانه کړل".

د پي ټي اېم سره د رسمي خبرو دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو د پارليمان په غړو ګډه مشاورتي کميټي جوړه کړې او پي ټي اېم ته يې رسمي بلنه هم ورکړې ده.

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی مشاور اجمل وزير وايي پي ټي اېم ورته د ۳۱م مارچ نه وروستو د خبرو ويلي ؤ خو د پي ټي اېم مشران وايي دوي د پېښور د جلسې نه وروسته د ميرانشاه د غونډې په کولو کې بوخت ؤ، او ډېر زر به يادې کمېټۍ ته ځواب وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG