لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه حق لري چې پنجابیان د پښتونخوا نه وباسي، اسفندیار ولي خان


هغه نن په ولي باغ چارسده کې وویل "که نن ته زما پښتانه په زور د پنجاب نه راوباسې نو د پښتون قوم بالکل دا حق دی چې دلته کوم پنجابی ناست دی چې په زور يې ددې صوبې نه وباسي."
هغه نن په ولي باغ چارسده کې وویل "که نن ته زما پښتانه په زور د پنجاب نه راوباسې نو د پښتون قوم بالکل دا حق دی چې دلته کوم پنجابی ناست دی چې په زور يې ددې صوبې نه وباسي."

د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان په پنجاب صوبه کې د پښتنو سره د نسلي تعصب په سر ویلي د نن نه پس به يي گوند د پارليمان دننه او له پارليمانه بهر په هيڅ قسم سرکاري مزاکراتو کې ګډون نه کوي.

هغه نن په ولي باغ چارسده کې وویل "که نن ته زما پښتانه په زور د پنجاب نه راوباسې نو د پښتون قوم بالکل دا حق دی چې دلته کوم پنجابی ناست دی چې په زور يې ددې صوبې نه وباسي."

اسفندیار ولي خان وویل د پاکستان حکومتي ترجمانان د پښتنو په هکله هغه الفاظ استعمالوي کوم چې يې د بنګله دېش د جوړېدو نه وړاندې د بنګاليانو خلاف استعمالول.

په پاکستان کې د تازه ترهگرۍ حملو ورسته د ردالفساد په نوم د نوي عملیاتو کولو اعلان کړی او په پنجاب صوبه کې سرکاري ادارو د پنجاب خلکو ته لیکل شوي خبرداري ورکړي چې که څوک د شکل نه پښتون معلومیږي، قمیص پرتوگ کې وي او وچه میوه خرڅوي نو دا تن ترهگر یا د ترهگرو ملگری کیدی شي.

اسفندیار ولي خان وویل "زما دپاره تر ټولو نازکه مسئله په دا وخت کې په پنجاب کې له پښتنو سره روان سلوک دی."

هغه وویل د پښتنو سره چې نن په پنجاب کې څه کیږي د نن نه پنځوس کاله وړاندې له بنګالیانو سره کیدل.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG