لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په لومړني ایډورډز های سکول کې باچاخان، ډاکټر نجیب او جنرل یحی خان سبق ویلی


د پېښور "ایډورډز های سکول" د دې ښار لومړنۍ تعلیمي اداره ده چې له ننه 164 کاله مخکې په 1855م کال کې انګرېزانو جوړ کړی او د افغانستان او پښتونخوا ګڼ شمېر لویو شخصیتونو پکې تعلیم کړی دی.

په پېښور کې د تاریخي میراثونو خوندي ساتونکی فعال ځوان شفیق ګګیاڼی وایي، په تاریخي توګه دا سکول د پخوانیو افغان ګورنرانو ماڼۍ وه، خو بیا انګرېزانو هند ته تر راتګ وروسته دا په سکول بدله کړه:

"په تاریخي توګه دا د امیردوست محمد خان د دوو وروڼو سلطان محمد خان او یارمحمد خان کور وو، دوی په پېښور کې ګورنران هم تېر شوي دي، خو کله چې په 1855م کال کې انګرېزان راغلو نو بیا یې دا په رسمي توګه په سکول بدل کړ".

دا سکول د هغه وخت انګرېز منتظم هربرټ ایډورډز جوړ کړی وو، چې نه یواځې په پېښور بلکې په ټوله پښتونخوا صوبه کې لومړنی سکول وو. شفیق ګګیاڼی وایي:

"په دې سکول کې باچاخان، د هغه ورور ډاکټر خان، عبدالقیوم خان، سردار عبدالرب نشتر، لیکوال پطرس بخاري، د پاکستان پخواني صدر جنرل یحی خان او د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب سبق ویلی دی".

دا سکول د دوو پخوانیو افغان والیانو یارمحمد خان او سلطان محمد خان کور وو.
دا سکول د دوو پخوانیو افغان والیانو یارمحمد خان او سلطان محمد خان کور وو.

د ایډورډ سکول پخوانۍ تاریخي ودانۍ اوس ټوله نړول شوې او شاوخوا پینځوس کاله مخکې نوې ودانۍ جوړه شوې، خو یواځې یوه پخوانۍ دروازه پکې پاتې ده. په پښتونخوا کې د 19 مختلفو تعلیمي ادارو چلوونکی د چرچ آف پاکستان مشر بشپ هیمفري سرفراز پیټر وایي، که وسایل ورکړل شول نو دا سکول به په زاړه حالت کې و رغوي:

"زما زړه کېږي چې حکومت یا بل څوک څه پیسې راکړي نو دا ودانۍ به ونړوم او هغه زړه ودانۍ به په اصل حالت کې و رغوم، چې واړه واړه چمنونه او فوارې هم پکې وې، ځکه چې ګورنر هاوس وو".

د ایډورډز سکول پرنسپل ډېنیل سېمویل وایي، مخکې به حکومت دې سکول ته کالنۍ بودیجه ورکوله خو وایي له دېرشو کلونو راهیسې حکومت ورسره هیڅ مرسته نه کوي. حکومت دې سکول ته د تاریخي ورثې حیثیت ورکړی، خو آیا حکومت د دې ورثې د خوندي ساتلو لپاره څه مرسته کوي که نه؟ ښاغلی سېمویل وایي:

"نه، د تاریخي ورثې حیثیت خو یې ورکړی خو حکومت مو هیڅ مرسته نه کوي".

د پېښور ایډورډ سکول د دې ښار د ایډورډز کالج مورنۍ اداره هم ګڼل کېږي ځکه چې د کالج د اوسنۍ ودانۍ د جوړېدو په وخت له 1900 نه تر 1910 پورې درسونه په همدې سکول کې تر سره کول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG