لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوسټ کې د محسن داوړ مضمون: "مبارزه به د ژوند د حق تر ګټلو پورې کوو"


واشنګټن ــــ د امریکې په مشهوره ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې د پاکستان د قومي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ محسن داوړ مضمون خپور شوی، چې سرلیک یې دی "په پاکستان کې پښتانه ولې را پاڅېدلي دي؟".

محسن داوړ د خپل مضمون په پیل کې لیکلي چې په شمالي وزیرستان کې د ده د انتخابي حلقې انتظامي مرکز میرانشا څه موده وړاندې د ترهګرۍ د نړیوال مرکز په توګه پېژندل کېده، ځکه چې وایي په 2001م کال کې پر افغانستان د امریکې د حملې په نتیجه کې د القاعدې، حقاني شبکې او نورو توندلارو ډلو جنګیالي له افغانستانه وزیرستان ته ور واوښتل.

محسن داوړ په خپل مضمون کې لیکلي چې پاکستان پر دغو توندلارو او جنګیاليو سترګې پټې وساتلې او د اسلام اباد د ګمراه کوونکو پالیسیو له کبله موږ ډېر تاوان یووړ. داوړ لیکي چې لومړی خو دوی تر ډېرې مودې د طالبانو او القاعده تر جبر او ډار لاندې یو سخت ژوند تېر کړ، خو بیا چې په 2014م کال کې د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان ته ننووت نو د هغه ځای شاوخوا لس لکه خلک بې کوره شول.

ښاغلی داوړ پر مخ لیکي چې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د دوی کورونه لوټې لوټې کړای شول او روزګارونه یې تباه شول، وایي کله چې دوی تر درو کلونو وروسته بیرته خپلو سیمو ته ور ستانه شول او د خپلو کورونو جوړول یې پیل کړل نو طالبانو ته بیا اجازه ورکړل شوه چې د دوی سیمو ته ور ننوځي، وایي د پاکستان له پوځ سره د یوې پټې لوظنامې په بنیاد د طالبانو ځینو ډلو ته د وسلو ساتلو اجازه هم ورکړل شوه، چې له کبله یې په شمالي وزیرستان کې تر پخوا هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

محسن داوړ لیکلي چې د دوی تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ اوس پوخ نیت کړی چې دا هر څه بربنډ کړي او خپل خلک د طالبانو له نورو ظلمونو و ژغوري، وایي ځکه یې د اپرېل په 14مه د پي ټي ایم تر بیرغ لاندې په میرانشا کې د زرګونو خلکو جلسه وکړه، چې بیرته تیاره دور ته د خپلې سیمې د ور ټېل وهلو هڅې ناکامه کړي.

محسن داوړ- چې د 2018م کال له جولای نه په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازیتوب کوي- پخپل مضمون کې لیکي چې خلک یې د پاکستاني پوځ د لوبې د لاسه ډېر سخت ځپل شوي دي، خو وایي د پاکستان 20 کروړه خلک، پارلمان، عدلیه او مېډیا د زورور پوځ له لاسه د دوی په خلکو د کېدونکو ظلمونو په وړاندې ډېر بې وسه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ داوړ پخپل مضمون کې زیاتوي چې د پاکستان پوځ د خپلو ساتل شوو جنګیالیو په ذریعه د روان ساتلي جنګ د لاسه په پاکستان کې له تېرو 40 کالو راهیسې هرې خواته مرګونه، تباهي او اقتصادي تباهي ده.

محسن داوړ وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ تر بیرغ لاندې د را غونډو ځوانانو حوصلې او توان ته چې ګوري نو دا ده ته یوه نوې ولوله او حوصله ورکوي، ځکه چې وایي دوی په پاکستان کې د پښتون قام د حیا، عزت او د خپلو حقونو د بیا ګټلو او په خپلو سیمو کې د امن او ارامۍ لپاره کلکه اراده کړې ده.

محسن پر مخ لیکي چې پښتانه په افغانستان باندې د روس د حملې له وخته له بدې ورځې سره مخ دي، بیا چې په امریکا کې د یوولسم ستمبر پېښه وشوه، د هغه وخت پاکستاني پوځي واکمن جنرل مشرف او بیا وروسته د هغه ځایناستو طالبان په فاټا کې د خپلو پښو له ټینګولو را ونه ګرځول او د پاکستاني پوځ او جمهوري واکمنو د ناکامیو ټوله سزا پښتنو وخوړه او تر ننه یې خوري.

داوړ وایي د 2003م کال را په دې خوا د توندلارو په بریدونو او د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې په زرګونو پښتانه و وژل شول او په لکونو بې کوره شول او په قبایلي سیمو کې د طالبانو په لار کې درېدونکي 2000 قبایلي مشران او سپین ږیري و وژل شول.

محسن داوړ د خپل مضمون په پای کې لیکلي، چې پي ټي ایم د ژوند د حق ګټلو لپاره مبارزه کوي او غواړي چې د خلکو غیرعدالتي وژنې یې بندې شي او تر سره کوونکو ته یې سزا ورکړل شي، د خلکو جبري ورکېدل بند شي او د امنیتي ادارو ځورونې تم شي، همدارنګه یې له سیمو ماینونه پاک شي چې هره ورځ لوی او واړه معذوره کوي.

وایي ده چې کله هم د قومي اسمبلۍ غونډې ته د جبري بې درکه خلکو په اړه مسوده وړاندې کړې نو پارلمان رد کړې ده. محسن لیکي چې ریاست پلوه طالبانو- چې په "ښو طالبانو" هم مشهور دي- د پي ټي ایم فعالین وژلي، خو وایي حکومت د دوی پر سوله ییزو ملګرو د ترهګرۍ مقدمې جوړې کړې دي.

محسن داوړ په وروستي پېراګراف کې لیکي چې یوه اعلی پاکستاني چاواکي په وروستیو کې د ده د پخلا کولو هڅه وکړه او ځنې ویې غوښتل چې نور خپل احتجاجونه ختم کړي ځکه چې وایي دا پر پوځي "جرنېلانو" بد لګېږي. وایي چارواکي ورته ویل چې له پوځه باید و وېرېږي ځکه چې هغوی په وسلو خبرې کوي، خو وایي ده ځواب ورکړ چې "زما نسل د بمونو او ګولیو تر زمانې را وتلی، موږ خپل کورونه تباه شوي او مشران وژل شوي لیدلي، نور څه به نه بایلو او مبارزه به مو تر هغه وخته روانه وي چې د ژوند حق وګټو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG