لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وايي، د ايران نه په تېلو اخيستونکو هېوادونو بندېزونه لګېدی شي


امريکا فېصله کړې هغه هېوادونه چې د ايران څخه تېل واردوي يا اخلي ورته يې ويلي چې نور دغه تېل ودروي ګنې امریکا په دغو هېوادونو هم بندېز لګولی شي.

د ايران نه په تېلو اخيستونکو هېوادونو کې جاپان، جنوبي کوريا، ترکي، چين او هند شامل دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پلان لري چې نن د ګل، دوشنبې په ورځ دغه پلان اعلان کړي او د دوېمې مې پورې ترسره شوی تړون پای ته ورسي.

د دغو پينځه هېوادونو د راتلونکې په اړوند نه ده مالومه چې نور وخت به ورته ورکړی شي چې د ايران څخه د تېلو اخيستو کار راټول کړي يا د امريکا د بندېزونو سره به مخ شي.

چارواکو د مايک پمپيو د اعلان نه وړاندې په دغه اړوند د نورو جزياتو شریکولو نه ډډه کړې ده.

د رويټرز ترمخه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ملي امنيت ټيم ته ویلي چې هغه نور دغه رعايت ختمول غواړي او د ملي امنيت مشاور جان بولټن په دې کار کوي.

صدر ټرمپ په کال ۲۰۱۵م کې د ايران سره د ايټمي تړون ختمولو سره نور بندېزونه لګولي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG