لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د سرېلانکا د خونړیو بریدونو پړه ومنله


واشنګټن: داعش د سې شنبې یا نهې په ورځ له شواهدو پرته وویل، چې په سریلانکا کې وروستۍ چاودنې دوی کړي دي په کومو کې چې تر ۳۰۰ زیات خلک وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

داعش دغه ادعا د اعماق په نامه په خپلې خبري ایجنسۍ کې کړې ده.

دغه اته چاودنې د یکشنبې یا اتوار په ورځ چې د یهودانو د اختر یا ایسټر له ورځې سره یې سمون درلود په دریو کلیساوو او دریو هوټلونو باندې شوې وې.

د سریلانکا د دفاع وزیر هم د سې شنبې په ورځ پارلمان ته وویل، چې دغه بریدونه په نیوزیلېنډ کې په دوو جوماتونو باندې د تېرې میاشتې د بریدونو په غبرګون کې شوې دي.

خو راون ویجې واردن په دې اړه نور معلومات ور نه کړل چې څه ډول د لومړنیو پلټنو څخه دا روښانه شوه.

د پولیسو یو ویاند د نهې په ورځ وویل، چې ددغې ډلیزې وژنې په تړاو یې ۴۰ کسان نیولي دي.

دا په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا د دوو لسیزو کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو خطرناکه پېښه وه چې د ویاند په وینا د وژل شویو شمېر پکې ۳۱۰ کسانو ته پورته شوی دی.

حکومت وايي، دوی اوس په دې اړه پلټنې کوي چې د توفیق جماعت په نامه د ترهګرو دغې ډلې خو به له نړیوالو ترهګرو تنظیمونو سره کوم تړاو نه لری.

د سریلانکا لومړي وزیر رانیل ویکریم سینګ دا تایید کړه چې له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې څخه یې ددغو بریدونو په اړه لا له مخکې خبرداری ترلاسه کړی وو.

ددغه هېواد د کابینې ویاند راجیتا سېنې راتنې خبریالانو ته وویل، دوی فکر نه کوي چې دا بریدونه دې د هغو ډلو لخوا شوی وي کومې چې په دې هېواد کې دېره دي بلکه ددغو بریدونو ترشاه هرو مرو د نړیوالو ترهګرو شبکو لاس دی.

تمه ده د سریلانکا ولسمشر به د سې شنبې په ورځ په کولمبو کې له ډپلوماټانو سره وګوري او له هغوي څخه به وغواړي چې د برید کونکو او د بهرنیو ترهګرو ترمنځ د ممکنه اړیکو د موندلو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

امریکايي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د سریلانکا برید کونکي ښايي له داعش څخه متاثره شوي وي خو وویل چې په دې اړه هېڅ ډول کره معلومات لا تر اوس نشته.

د ګل یا دوشنبې په ورځ په سریلانکا کې د نورو چاودنو وېره هغه مهال خپره شوه کله چې د بسونو په یو تم ځای کې ۸۷ نور بمونه وموندل شول.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د سریلانکا لومړي وزیر ته ټیلیفون وکړ او ددغو چاودنو په اړه یې ورسره غمرازي څرګنده کړه.

د سریلانکا د ۲۱ میلیونو وګړو څخه یو نیم میلیون یې مسیحیان دي چې دا د ټول نفوس اوه فیصده جوړوي.

په داسې حال کې چې ددغو چاودنو اکثره قربانیان سریلانکایان وو خو ۳۹ بهرنیان هم پکې وژل شوي دي.

په دغو بهرنیانو کې یو شمېر کسان د برتانیې او هندوستان وګړي هم وو.

همدارنګه د یو ډنمارکي سوداګر درې ماشومان هم پکې وژل شوي او ددې ترڅنګ د اسټرالیا یوه مور له خپلې لس کلنې لور سره هم پکې وژل شوې ده.

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن وویل:

"په دغې خطرناکې ډلیزې وژنه کې د اسټرالیا دوو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زه پرې په ژوره توګه خواشینی شوی یم او ډاډه یم چې د اسټرالیا ټول وګړي هم پرې خفه دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راتلونکي کې د ممکنه نورو بریدونو خبرداری ورکړی.

او اسټرالیا له خپلو خلکو څخه غوښتي دي چې سریلانکا ته دې سفر نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG