لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي کې ۳۷ کسانو نه په یوه ورځ سرونه قلم کړل شوي


سعودي عرب کې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په جرمونو کې دککړو ۳۷ؤ کسانو سرونه په عام محضر کې قلم کړل شوي دي .

دبشري حقونو دڅار نړیوال تنظیم ایمنسټي انټرنیشنل وایي دکومو کسانو نه چې سرونه غوڅ کړل شوي هغې کې زیاتره دشیعه مسلک کسان شامل دي.

نړیواله خبري شبکه ای پی وایي د دویمې جنورۍ کال۲۰۱۶م څخه راپدیخوا دا وړومبی ځل دی چې په یوه ورځ دومره ډیرو کسانو نه سرونه غوڅ کړل شوي دي.

په کال ۲۰۱۶م کې په دویمه جنورۍ دسعودي حکومت د۴۷کسانو سرونه قلم کړي وؤ.

سعودي عرب کې ددې۳۷ کسانو نه سرونه په ریاض،مدینه،مکه اؤ ځېنو نورو ښارونو کې په عام محضر کې غوڅ کړل شوي ترڅو د نورو خلکو دپاره عبرت وګرځي.

دسعودي باچا شاه سلمان په منظورۍ ددغو ۳۷ؤ وګړو سرونه په داسې حال کې قلم کړل شوي چې داتوار په ورځ دمسیحیانو دمذهبي تهوار ایسټر په موقعه سریلنکا کې په کلیساؤ شوؤ بریدونو کې تر۳۰۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ چې پړه یې ترهګرې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

دبشري حقونو دڅار نړیوال تنظیم ایمنسټي انټرنیشنل پخپل یو بیان کې د۳۷کسانو سرونه قلم کول په سعودي کې دمرګ په سزا کې یوه خطرناکه اضافه بللې اؤ‌ ویلي یې دي چې په دغو وژل شوؤ کسانو کې زیاتره هغه شیعه مسلکي سړي وؤ چې دجعلي مقدمو دلارې پرې جرمونه ورتپل شوي وؤ.

ایمنسټي انټرنیشنل زیاته کړې ده چې په دغو کسانو کې په زیاترو په زوره جرمونه منل شوي وؤ اؤ هغوئ ته ورکړل شوې سزا د انصاف دنړیوالو معیارونو په ضد ده.

خو دسعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سزا رسول شوي مجرمان تندلاري وؤ اؤ دترهګرۍ مرکزونه یې جوړ کړي وؤ چې مقصد یې ګډوډي اؤ ناقراري خورول وؤ اؤ دوئ ته سزا داسلامي قانون په اساس ورکړل شوې ده.

دکورنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې وژل شوي په ټولو مجرمانو د ریاض د جنائی جرمونو په ځانګړې محکمه کې جرمونه ثابت شوي وؤ اؤ دغه محکمه دهیواد یوه لوړه محکمه ده.

بیان کې راغلي چې مجرمانو په امنیتي تاسیساتو اؤ امنیتي مامورینو په چاودیدونکو موادو بریدونه کړي اؤ ددې ترڅنګ یې دهیود دګټو پځائ د دغلیمو تنظیمونو سره مرستې کولې.

خو ایمنستي انټرنیشنل بیا وایي چې سعودي کې د سرونو غوڅولو تازه سزاګانې ښایي چې څنګه دیوې حربې په توګه د مرګ دسزا دلارې په سعودي عرب کې موجود شیعه لږکیو کې اختلاف لرونکي له مینځه وړل کیږي.

دبشري حقونو دڅار دغه تنظیم ویلي چې کومو کسانو نه سرونه قلم کړل شوي هغې کې په ۱۱کسانو ایران دپاره دجاسوسۍ تور ؤ اؤ هغوئ دېوې بې کچه غیرمنصفانه مقدمې نه وروسته وژل شوي دي.

د دولتي‌ شمیرو له مخې دسرونو غوڅولو ددې تازه سزاګانو سره سعودي عرب کې سږکال ټول ټال ۹۵کسانو ته دمرګ سزاګانې ورکړل شوي دي اؤ تیرکال د۱۲۵کسانو څخه سرونه قلم کړل شوي وؤ چې هغې کې زیاتره دمخدره موادو قاچاقبران وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG