لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا،چین اؤ روس سبا ماسکو کې دافغان سولې په اړوند غونډه کوي


دافغانستان دسولې په اړه به په مسکو کې درې اړخیزه ناسته سبا دپنجشنبې په ورځ جوړیږي او په دې ناسته کې به د امریکا،چین او روسیې چارواکي برخه اخلي.

په پلازمینه کابل کې دروسیې دسفارت لخوا په یو بیان کې ویل شوي په دې ناسته کې به په دوحه کې دامریکا او طالبانو داستازو ترمنځ پرخبرو اترو ،دافغانستان په حالاتو او همداراز دافغانستان دسولې په پروسې خبرې کیږي.

روس د دې غونډې دګډون والو په اړه هم ویلي چې دافغان سولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد،دافغانستان لپاره د مسکو ځانګړی استازی ضمیرکابلوف او د چین ځانګړی استازی ډنګ زیجن به پکې برخه اخلي.

د روسیې سفارت دبیان له مخې د دې درې اړخیزې ناستې ګډون وال به هڅه وکړي چې دافغان سولې دملاتړ په هدف دافغان سولې لپاره نړیوال شرایط برابرکړي.

مسکو په داسې حال دافغان سولې د درې اړخیزې ناستې کوربه توب تابیا کړې چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داپریل له ۲۱ مې څخه دمارچ ۱۱ مې پورې د افغانستان په ګډون پاکستان،هند،بریتانیا،قطراو روسیې ته یوځل بیا خپل سفرونه پیل کړی دی.

زلمي خلیلزاد پرون په کابل کې دسولې په اړه دځوانانو یوې غوندې ته په ویډیويي پیغام کې ویلي چې دسولې په تړاو لا هم دبین الافغاني خبرو د ترسره کیدو لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته شي.

نوموړي په افغانستان کې د جګړې په پائ اود تیرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې په ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امریکا به نړۍ ته قناعت ورکوي چې دا هیواد به دنړۍ د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه وي.

ټاکل شوې چې شپږ ورځې وروسته په کابل کې دسولې لپاره لویه مشورتي جرګه هم جوړه شي چې په اړه یې دسولې عالي شورا ویلي په دې جرګه کې به دافغانستان مرکز او ولایتونو څخه نږدې ۳۰۰۰ زره کسان ګډون کوي.

ولسمشرمحمد اشرف غني دسولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو دهدف په اړه ویلي چې په دې جرګه کې دافغان سولې حدود او لیدلوری ټاکل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG