افغانستان کې د ودانۍ دهلوځلو په څار مامور امریکایي استازي (انسپکټرجنرل) جان سوپکو خبرداری ورکړی چې په دغه هیواد کې دامن دټینګښت دپاره کیدونکی هر تړون دجګړه ځپلي افغانستان وضعیت نور هم پیچلی کولی شي.
روانه اوونۍ واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته دغه لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي چې هرڅوک افغانستان کې امن غواړي خو دا اندېښنې هم شته چې هسې نه په بیړه کې دسولې دپاره کیدونکي تړون کې داسې خامۍ پاتې شي چې له امله یې هغه ټول پرمختګونه ضائع شي چې تراوسه نړیوالې ټولې دافغانستان دبیا ودانۍ په لړ کې کړي دي.
دسیګار دغه مشر ویلي امریکې اؤ نړیوالې ورورولۍ تر اوسه په افغانستان ۱۰کهربه ډالر مصرف کړي اؤ که دامن تړون کې څه خامي پاتې شوه یا څه بې احتیاطي وشوه نو دغه ټول رقم اؤ هڅې به په اوبو لاهو شي.
جان سوپکو وویل هغه تر ټولو زیاته اندېښنه دافغان دولت په کمزوري اقتصادي وضعیت لري چې خپلو ځواکونو ته دمعاشونو ورکولو دپاره یې هم امریکایي امداد ته سترګې نیولي وي.
امریکایي څارونکي خبرداری ورکړی چې دامن دکوم تړون په اساس افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو شمیره کې زیات کمی راوستل اؤ افغانستان ته ورکړل کیدونکې مرستې کمول دافغان دولت تخته نسکورولی شي.
هغه زیاته کړې چې که چرې دافغانستان دولت یا اقتصاد له پښو پرېوځي اؤ افغان پوځ یا نورو امنیتي ځواکونو ته معاشونه ونه رسیږي نو نړۍ ته به دافغان پوځ اؤ پولیسو دهاغو پینځوؤ لکو عسکرو دسمبالولو چیلنج ورپغاړه شي چې وسلې هم لري اؤ تربیه شوي هم دي.
هغه ویلي افغانستان کې خواوشا ۶۰ طالب وسله وال د وړاندې نه موجود دي چې روزل شوي قاتلان دي اؤ په داسې صورت کې به هغوئ نور هم منظم شي.
امریکایي څارونکي دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې د زیارت په ورځ ماسکو کې دامریکا،چین اؤ روس استازو دافغان سولې په اړوند غونډه کړې اؤ اوس طالبانو سره دخبرو دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد د قطر سفر کوي.
طالبانو روانه میاشت امریکا سره دخبرو په جریان کې افغانستان کې دالفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان هم کړی چې امریکا اؤ نړیوالې ټولنې دغه اعلان غندلی د