لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږ افغانستان ته د پاکستان برآمدات کم شوي خو د افغانستان درآمدات زیات شوي


واشنګټن ـــــ د پاکستان مرکزي بېنک ويلي د روان مالي کال د لومړیو نهه مياشتو په مهال د افغانستان لپاره د پاکستان په برآمداتو کې 24.8 فيصده کمي راغلې او شمېر ښايي تېر کال هم په دغه موده کې برآمدات يو ارب 17 کروړه او 50 لکه ډالره وو چې سږ کال 88 کروړه، 32 لکه او 60 زره ډالرو ته را کم شوی دی.

د پاکستان د مرکزي بېنک له خوا جاري کړل شوې شمېرې ښيي چې د برآمداتو په نسبت د افغانستان څخه په درآمداتو کې 22 فيصدي اضافه ليدل شوې او دا د مالي کال 2018م نه د 2019م کال د مارچ په منځ موده کې 13 کروړه، 16 لکه او 60000 ډالره وو چې د تېر مالي کال په همدغه موده کې 10 کروړه او 79 لکه ډالره پاتې شوی وو.

د مرکزي بېنک د شمېرو تر مخه د روان مالي کال د نهو مياشتو په دوران افغانستان ته د پاکستان د برآمداتو شمېر 88 کروړه، 32 لکه او 60 زره ډالره وو چې هم تېر کال په دغه موده کې يو ارب 17 کروړه او 50 لکه ډالره ريکارډ شوی وو.

د اقتصادي او کاروباري چارو کارپوهان وایي که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارت توان په تېرو کلونو کې تر پينځه اربه ډالره وو خو د بده مرغه دا حجم د زياتېدو پر ځای را کم شوی او هغوی د دې لوی علت د دواړو هېوادونو تر منځ روان سياست او امنيتي پاليسي گڼي.

د پاکستان افغانستان د شريک چيمبر آف کامرس پخوانی مشر زاهد شینواری وي.او.اې ډيوه ته وایي، د افغانستان دپاره د پاکستان د برآمداتو او درآمداتو په تګلاره کې يو شمېر خنډونه دي او پاکستان په دې کې هم د افغانستان سره د تجارت دپاره يو شمېر ځانګړي بنديزونه اچولي دي.

زاهد شینواری وایي، زمونږ په قانون کې چې د ايکسپورټرانو لپاره کوم سکيمونه دي د بنديزنو له کبله د پاکستان برامدآت کوونکي گټه نه شي اخیستلای، د سيلز ټيکس چې کوم ريفنډ دی هغه هم تاجرانو ته نه ورکول کيږي. بله دا چې د ويزې دپاره کوم شرط پاکستان ايښی دی، د افغانستان په خلکو باندې د هغې اوس پايلې مخې ته راغلې دي او افغانان دا مهال د پاکستان پر ځای لومړيتوب نورو هېوادونو سره کاروبار ته ورکوي.

زاهد شینواری وایي، دويم د افغان تاجرانو دپاره د پاکستان په ويزه کې پراته مشکلات دي، که هغوی ويزه تر لاسه هم کړي خو د پوليس يا د سپېشل برانچ سره یې اندراج يو بل پړاو دی چې بهر ملکي تاجران یې تېروي او ورته د ويزې غزول هم يو لوی مشکل را مخې ته کوي.

د مرکزي بېنک د شمېرو تر مخه په کلنیو بنيادونو افغانستان ته د شيانو په درآمد کولو کې هم په روان مالي کال کې کمی ليدل شوی او د مالي کال 2018م هم په دغه موده کې 16 کروړه، 68 لکه او 50 زره ډالر په مقابله کې 10 کروړه 59 لکه او 60 زره ډالره وو خو د مرکزي بېنک شمېرې وایي په مياشتنيو بنيادونو د افغانستان دپاره د پاکستان په برامدآتو کې د اضافې رحجان ليدل شوی او دا د روان مالي کال په فرورۍ کې 10 کروړه 9 لکه ډالر نه زيات شوی او په مارچ کې 10 کروړه او 59 لکه ډالر ته پورته شوی دی.

د اقتصادي او کاروباري چارو څېړنکار مهتاب حيدر ډيوه ته وایي، اوس د افغانستان تجارت د نورو هېوادونو سره زياتيږي او دا ځکه چې د افغانستان پاکستان تر منځ نوې تجارتي لوظنامه لا نه ده لاسليک شوې، افغانستان د پاکستان څخه د مځکې د لارې هند ته تلل غواړي چې پاکستان نه ورکوي او همدغه شان پاکستان د مځکې د لارې د منځنۍ اېشيا هېوادونو ته تجارتي رسایي غواړي، خو پاکستان دا اجازه نه ورکوي او دا هر څه د امنيت په پلمه کيږي.

ښاغلی حیدر وایي، دا وخت د نړۍ هېوادونه د سيمه یيز تجارت اړخ ته روان دي او پکار ده چې اوس چارو ته د اقتصاد په تناظر کې وکتل شي، که په يو کار کې زمونږ ګته وي او مونږ یې نه کوو نو زما په اند بايد چې دا تګلاره پرېښودل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG