لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس، چین او امریکې پر طالبانو ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني


واشنګټن ــــ په ماسکو کې د روس، چین او امریکې د ځانګړو استازو تر منځ د افغان سولې په اړه غونډه کې پر ځینو مسایلو درې اړخیزه موافقه شوې چې پکې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ او له طالبانو څخه د افغان حکومت له استازو سره د خبرو پیلولو غوښتنه شوې ده.

د روس د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، درېواړو غاړو ویلي چې د افغانستان د حاکمیت، ازادۍ او مځکنۍ سلامتیا درناوی کوي او د افغانانو دا حق مني چې د خپل پرمختګ لاره پخپله وټاکي.

په غونډه کې درېواړو غاړو پر دې ټینګار کړی چې د سولې د بهیر ته په وده ورکولو کې دې د افغانانو خوښې او دلچسپۍ ته لومړیتوب ورکړل شي.

اعلامیه وایي د مسکو د غونډې ګډونوالو په افغان سوله کې د اړتیا وړ مرستې ډاډ ورکړی او طالبان یې هڅولي چې د افغانانو له پلاوي سره- چې د حکومت استازي به هم پکې شامل وي- خبرو ته کښېني.

د ماسکو په غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روس استازي ضمیر کابلوف او په افغانستان کې د چین ځاناګړي استازي ډېنګ شیجن د افغانستان پر روانو حالاتو او د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

په غونډه کې د نړیوالې ترهګرۍ او په افغانستان کې د توندروه ډلو په ضد د افغان حکومت هڅې ستایل شوې دي او د طالبانو پر ژمنتیا یې خبرې کړي چې داعش، القاعده، ترکستان اسلامک موومنټ او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

له طالبانو غوښتل شوي په هغو سیمو کې چې دوی پکې فعاله دې باید دا باوري کړي چې له هغه ځایه به نورو هېوادونو ته خطر نه پېښېږي او پر دوی یې ږغ کړی چې د ترهګرو د ګومارنې، روزنې او پیسو را غونډولو مخه دې ونیسي او له هېواده دې یې وباسي.

اعلامیه وایي درېواړه غاړې د افغان ولس هیلې او غوښتنې ته په پام پر دې متفق شوي چې د سولې د خبرو د کامیابۍ په خاطر دې پراخ اوربند وکړي او په جګړه کې له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې سمدستي د جګړې د را کمولو لپاره ګامونه واخلي.

اعلامیه وایي درېواړه غاړو د سولې د ټول بهیر د برخې په توګه له افغانستان په منظمه او ذمه وارانه توګه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم موافقه وکړه.

د ماسکو د غونډې ګډونوالو د سیمې پر هېوادونو د افغان سولې په اړه د درې اړخیزې موافقې د ملاتړ ږغ کړی او ویلي یې دي دې ته تیار دي چې په دې اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه نوره همږغي هم پیدا کړي.

افغان طالبانو تر اوسه د ماسکو د غونډې په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو تر اوسه یې د سولې په اړه د افغان حکومت له استازو سره له خبرو ډډه کړې ده.

ټاکل شوې چې د روس، چین او امریکې تر منځ د افغان سولې د بهیر په اړه راتلونکې غونډه به په بېجنګ کې وي، خو تر اوسه یې لا نېټه نه ده ټاکل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG