لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په کلیفورنیا کې د یهودانو پر عبادتځای په برید کې 1 وژل شوی 3 ټپیان


واشنګټن ــــ د امریکې په کلیفور ایالت کې یو بریدګر د یهودانو عبادتخانې یا سنیګاګ ته ننوتی او هلته یې پر عبادت کوونکو ډزې کړې دي.

برید پرون د خالي- شنبې په ورځ په ځایي وخت شاوخوا یوولس نیمې بجې شوی او پرون د یهوادانو د کلني مذهبي جشن وروستۍ ورځ وه.

د سېنډیاګو پولیس وايي، په دغو ډزو کې 1 کس وژل شوی او 3 ژوبل شوي کسان روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي چې حالت یې له خطره بهر ګڼل شوی.

اسوسیټېد پریس راپور ورکوي، چې پولیس اوس د پېښې په اړه پلټنې کوي او ویلي یې دي چې له عبادت ځایونو سره به امنیتي ګزمې زیاتې کړي.

پولیس وايي، هغه کس چې په کالیفورنیا کې یې د یهودانو په یو عبادتځای یا سیناګاګ باندې ډزې کړې وې یو سپینپوستی وو چې نیول شوی او اوس په زندان کې دی.

د سنډیاګو پولیس مشر ډېویډ نیسلیټ وایي، داسې ښکاري چې مشکوک تن- چې عمر یې 19 کاله دی- پولیسو ته خبر ورکړی او وروسته یې هغه پولیس افسر ته ځان سپارلی چې د پېښې ځای ته روان وو.

پولیس مشر وایي د یهوادانو عبادتځای ته کوم ګواښ نه وو شوی او دوی به د دې پېښې د علت په اړه پلټنه وکړي "د زیات احتیاط په خاطر به پر عبادتځایونو باندې اضافي امنیتي ګزمې په دنده وګومارو".

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریانو سره د خبرو په وخت په پېښه کې د وژل شوي او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او ویلي یې دي "دا برید د کرکې یو جرم ښکاري".

د تېر 2018م کال په اکتوبر کې هم د امریکې په پیټسبرګ ښار کې د یهودانو پر جومات باندې برید شوی وو، چې 11 تنه پکې وژل شوي او د 4 پولیسو په ګډون شپږ تنه پکې ټپیان شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG