لاس رسیدونکی لینک

 
په سري لنکا کې د بريدونو مرکزي پلانوونکي زهران هاشم څه موده په هند کې تېره کړې
تازه خبر

په سري لنکا کې د بريدونو مرکزي پلانوونکي زهران هاشم څه موده په هند کې تېره کړې


د سري لنکا يو چارواکي ويلي چې يوه اوونۍ وړاندې په سري لنکا کې د ترسره شوؤ بريدونو مرکزي پلانوونکي زهران هاشم يوه موده په هند کې پاتې شوی دی.

ويل شوي زهران هاشم تر ډېرې مودې په جنوبي هند کې پاتې شوی او هغه د نيشل توحيد نومې تنظيم مشر ؤ، د سري لنکا چارواکي وايي په بريدونو کې هغه ککړ ؤ.

په سري لنکا کې د بريدونو دوه ورځې وروسته داعش د دې زمه واري منلې او د اته مشکوک کسانو عکسونه یې خپاره کړي وو، ويل کيږي په دغو عکسونو کې موجود تن زهران هاشم دی.

د هند حکومت د زهران هاشم په اړوند بیان ته تراوسه پورې کوم غبرګون نه دی ويلی.

خو هندي چارواکو له دې وړاندې دغه ډول بيانونه ورکړي چې په هند کې د مسلمانانو د داعش سره هيڅ اړیکې نشته.

خو ويل کيږي په جنوبي هند کې ځينې مسلمانان د داعش سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.

د تېر اتوار په ورځ په سري لنکا کې په چرچونو او هوټلونو باندې په ځانمرګو بريدونو او چاؤدنو کې د ۲۵۰ نه زيات کسان وژل شوي وو، له دې وړاندې چارواکو د ۳۵۰ کسانو د وژنو ويلي وو.

د سري لنکا چارواکو ويلي د بريدونو مرکزي پلان کوونکی زهران هاشم په بريدونو کې وژل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG