د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ داعشيان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن د نهې، سه شنبې په ورځ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل چې په وژل شویو کسانو کې د داعش وسله والو یو شمېر مهم کسان هم شامل دي.
نوموړي وویل (دا عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي او د عملیاتو په مهال په وژل شویو ۲۲ داعش وسله والو کې د هغوی یو شمېر قومندانان هم شامل دي).
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي زیاته کړه د تیرې شپې په عملیاتو کې د داعش ډلې ۴ پټ ځایونه هم له منځه وړل شوي او له داعش ډلې سره په تړاؤ دوه مشکو کسان نیول شوي هم دي.
داعش وسله والو تراوسه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې د فعالتونو په اړه د ځايي خلکو اندیښنې زیاتې شوي خو د دفاع وزارت ویلي چې په دې ولایت کې داعش ډله سر پورته کولو ته نه پریږدي.