لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خليلزاد د طالبانو سره خبرو دپاره قطر ته رسېدلی


د افغان کشالې د هوارېدو په هدف د شپږم دور د مذاکراتو د پېل دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی، له دې وړاندې هغه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې اترې کړي دي.

طالبانو ویلي چې د امریکا او د طالب مشرانو ترمنځ به د افغانستان د کشالې په تړاو خبرې به نن د شورو، چارشنبې په ورځ چې د می له لومړی نیټې سره برابره ده پېل کیږي.

د قطرخبرې په داسې حال کې نن شروع کیږي چې په افغانستان کې دسولې لویه مشورتي جرګه چې د ۳۴ ولایتونو ۳۲۰۰ استازو په کې برخه اخیستې اداري هائیت بشپړ کړی.

د سولې مشورتي جرګې د جوړولو کمیسیون ویلي دا جرګه چې ۴ ورځې به دوام ولري په پاتې دوو ورځو کې د جرګې ۵۱ جوړې شوې کمیټې به د جرګې د جوړیدو په اصلي موخو کار پلوي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د ګل، دوشنبې په ورځ پرانیستل شوه ولسمشر اشرف غني جرګې ته وویل دا جرګه به د افغانستان د سولې تګ لاره معلوموي او په اړه یې به افغان حکومت او ولس ته مشوره ورکوي.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې د افغان سولې په تړاو خبرې په داسې حال کې نن یې د پېلولو خبره شوې چې پاکستان ته په شوي سفر کې له زلمي خلیلزاد سره د امریکا د بهرنیو د وزارت مرستیاله ایلس ویلز هم ملتیا کوله.

د امریکا دې دواړو استازو له پاکستاني چارواکو سره د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په بهير خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د سفر نه وړاندې خليلزاد د کابل په سفر کې د افغان مشرانو سره ليدلي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG