لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي:پرافغان خاوره د پاکستان پوځ هوايي بمبارکړی.


دافغانستان دسویلي خوست ولایت سیمه ییزچارواکي وايي ددې ولایت دسپرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګن شمیر ولس میشتو سیمو دپاکستان پوځ هوايي بمبار او د توپو بریدونه کړي دي چې عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دچارواکو په وینا په دغو بریدونو کې درې تنه وژل شوي اؤ اووه تنه نور ټپیان شوي خو ددې ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په خوست ولایت کې دپاکستاني پوځ لخوا د بریدونو دا دعوه وروسته له هغې مخې ته راغلې چې تیره ورځ پاکستان وویل دافغانستان له خاورې ور اوښتو ترهګرو شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو برید کړی چې درې عسکر پکې وژل شوي.

دسپرې ولسوالۍ ولسوال محمدعظم مجاهد امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې وویل چې دپاکستان هوايي او دتوپچي بریدونه پرون غرمه مهال پیل شوي وؤ او ترسهار شپږنیمو بجو یې دوام درلود.

نوموړي وویل"دغه بریدونه سپرې ولسوالۍ اړوند په پڅه میله،سره ګنډه،یوګاڼی،افغان دوبی او پوړه سیمو باندې چې ډیره پراخه سیمه ده ترسره شوي دي "

ولسوال وویل "په دې سیموپاکستانی الوتکو بمبارهم کړی دی له پرون راهیسې ترسهار شپږنیمو بجو پورې دتوپو ۲۵۰ ګولۍ لګیدلي دي"

ولسوال محمد عظیم زیاته کړه ډیورنډ کرښې ته نږدې دسپرې ولسوالۍ اړوند سیمو کې دپاکستان دپوځ لخوا په شویو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱ تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل"درې تنه ولسي خلک وژل شوي،۸ تنه ټپیان شوي دي ،یو شمیر کورونه هم ویجاړ شوي دي،او د خلکو مالي شتمی،۲۲ لوئې او وړې موټرې دپاکستان پوځ په بې رحمانه هوايي او دتوپو په بریدونو کې له منځه تللي دي"

نوموړی وايي ټپیان دخوست ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

دپاکستان پوځ یا حکومت تر دې مهاله دافغان چارواکو په دعوه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

دخوست والي محمد حلیم فدايي ډیوه ته وویل چې دپاکستان دپوځ لخوا سپرې ولسوالۍ کې دشویو بریدونو له امله په لسګونه کورنۍ هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دهرډول تیري مخنیوي لپاره چمتووالی لري.

هغه وویل"داوس لپاره مونږله هغو کورنیو سره عاجله مرسته کوو چې د سپرې په ولسوالۍ له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي دي"

دنوموړي په وینا دپیښې ټول موضوعات د بهرنیو چارو وزارت اود ملي امنیت له شورا سره شریک شوي دي ترڅودا موضوع تعقیب او د رسمي چینلونو دلارې مناسب ځواب ورته وویل شي"

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل د چهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو دشوي برید له امله پاکستان افغانستان ته سخت احتجاج کړی.

هغه ویلي اسلام اباد کې افغان ناظم الامور تیره ورځ خارجه وزارت ته وربلل شوی اؤ ورته د شمالي وزیرستان په برید ورته احتجاج ریکارډ کړی شوی دی.

افغان چارواکو له دې وړاندې هم وخت په وخت دافغانستان ختیز ولایت کونړ کې دپاکستاني پوځیانو لخوا د بریدونو ادعاوې کړي خو پاکستاني ځواکونه وایي چې په هغوئ د کونړ نه بریدونه کیږي ځکه په ځوابي بریدونو مجبوره دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG