لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صوبایي اسمبلۍ لپاره د قبایلي ضلعو د څوکیو په نه زیاتولو برسېره به الیکشن اعلانېږي


واشنګټن ــــ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف کمېټۍ الیکشن کمیشن ته ویلي چې د مې تر 8مې نېټې پورې دې په قبایلي ضلعو کې صوبايي انتخابات نه اعلانوي.

خو د پاکستان انتخاباتي کمیشن په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو د نېټې د ځنډولو په اړه د قامي اسمبلۍ د کمېټۍ د سپارښتنو تر نه منلو وروسته ویلي چې په قبایلي سیمو کې د ټاکنو نېټه به د مې په 6مه نېټه اعلانوي.

د پښتونخوا د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په يو قرارداد کې غوښتنه کړې وه چې د پخوانۍ فاټا نه د صوبایي اسمبلۍ لپاره د انتخاباتو اعلان نېټه دې وځنډول شي.

ښاغلي محسن داوړ دا دلیل وړاندې کړی وو چې د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پخوانۍ فاټا لپاره ټاکل شوې 16 څوکۍ د دغو سیمو د ابادۍ صحیح نمایندګي نه کوي، د نوموړي په وینا د پخوانيو قبايلي سیمو ابادي زیاته ده او په هغه حساب دې دوی ته د 16 پر ځای 24 څوکۍ ورکړل شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي په پخوانيو قبایلي ضلعو کې به د جون په میاشت کې انتخابات کیږي، که څه هم د پارلمان کمېټۍ د الیکشن کمیشن نه د انتخاباتو د اعلان د ځنډولو غوښتنه کړې وه، خو د الیکشن کمیشن ویاند الطاف وي.او.اې ډیوه ته ویلي، دوی به په 6م مې هغه ټول پروګرام چې پکې به د کاغذونو جمع کولو، د جانچ پړتال لپاره وخت او د ووټ اچولو نېټه اعلانوي.

دا وخت په صوبايي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو لپاره 16 څوکۍ ځانګړې شوې دي، خو ښاغلی محسن داوړ وايي دوی نه صرف په صوبايي اسمبلۍ کې د ابادۍ په لحاظ د قبایلي ضلعو څوکۍ د 16 نه تر 24 پورې د زیاتولو غوښتنه کړې، بلکې د قبایلي ضلعو د څوکیو د کمولو مخالفت یې کړی. نوموړی په سیمه کې د سرشمېرنې په عمل باندې هم نیوکې کوي.

په قامي اسمبلۍ کې دا وخت د پخوانيو قبايلي سیمو 12 څوکۍ دي خو د آییني بدلون وروسته دغه 6 ته د راکمولو وړاندیز شوی.

د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف کمېټۍ د قامي اسمبلۍ نه منظور شوی د محسن داوړ په قراداد نیوکې کړي دي.

دا په داسې حال چې د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په پښتون ژغورنۍ غورځنګ (پي ټي ایم) باندې د بهر هېوادونو نه د پیسو اخیستلو تورونه لګولي.

د مسلم لیګ ن د پنجاب صدر او د قامي اسمبلۍ غړی رانا ثناالله په کمېټۍ کې پوښتلي چې آیا په پي ټي ایم د دغه تورونو وروسته د پي ټي ایم غړو سره ناسته مناسب ده او که نه؟

د مسلم لیګ ن دا ویره ښيي چې که انتخابات کیږي نو د پي ټي ایم غړي به کامیابیږي او نقصان به یې مسلم لیګ ن ته رسیږي، خو په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف کمېټۍ مشر ریاض فتیانه وویل، په کېمټۍ کې ناست ټول غړي د وطن وفاداران دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG