لاس رسیدونکی لینک

 
شمالي کوريا د نزدې فاصلې د ايټمي ميزايلو تجربه کړې
تازه خبر

شمالي کوريا د نزدې فاصلې د ايټمي ميزايلو تجربه کړې


د جنوبي کوريا پوځ ادعا کړې چې شمالي کوريا د ايټمي توان د نزدې فاصلې ميزايلو نوې تجربه کړې ده، د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو د مشر ترمخه دا ميزايلې په ختيځ ساحل کې سمندر پله داغل شوي او فاصله يې د ۷۰ نه تر ۲۰۰ کلوميټره پورې ده.

د جنوبي کوريا چارواکو ويلي د امریکا سره په ګډه د شمالي کوريا د نوې تجربې جاج اخلي.

دا تازه تجربه د شمالي کوريا د مشر کم جونګ ان د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره د ليدو وروسته شوې ده، کومه ليدنه چې بې د کومې نتيجې پای ته رسېدلې وه.

د پوهانو په نظر د شمالي کوريا دا تجربه د امریکې سره د مذاکراتو د ځنډ ښکارېدو له امله شوې وي.

د شمالي کوريا د تازه تجربو په غبرګون کې د سپينې ماڼۍ پرېس سېکترې ساره سندرس ويلي دوي د شمالي کوريا په دې ګام خبر دي او امريکا يې جاج اخلي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير سره په خبرو کې په تازه پرمختګ د محتاطه غبرګون څرګندولو پرېکړه کړې ده.

راپورونه وايي مايک پمپيو د جاپان د بهرنيو چارو د وزير سره هم په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

جاپان ويلي تراوسه لا نه دي خبر چې د شمالي کوريا د دې اقدام سره د جاپان ملي امنيت ته خطره خو نه ده پېښه شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG