دپاکستان پوځ افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کړی اؤ ډاډ یې ورکړی چې افغانستان کې به د سولې اؤ دثبات دپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.
دخالي په ورځ پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې دپوځ دسرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه په مشرۍ د پوځي لوړ رتبه جنرالانو په غونده کې افغانستان کې د سولې د روان عمل بشپړ ملاتړ اعلان کړل شوی دی اؤ ویل شوي چې سیمه کې دامن پځائ کیدو دپاره هر ګام پورته کیږي پاکستان به یې ترشا ولاړ وي.
پوځ دافغان سولې دپاره د روانو هلوځلو دا ملاتړ وروسته له هغې اعلان کړی چې په کابل کې مشورتي لویې جرګې پخپله یوه اعلامیه کې په طالبانو اؤ افغان دولت د اوربند غږ وکړو خو طالبانو د لویې جرګې دغه غوښتنه رد کړه.
افغان دولتي چارواکي تور لګوي چې طالبان دپاکستان پوځ پخپل لاس کې نیولي اؤ څه چې ورته پاکستان وایي همغسې کوي خو پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي طالبان یو داسې حقیقت دی چې افغانستان کې دنیمې نه په زیاته خاوره واک لري اؤ افغانستان ته به طالبانو سره خپله شخړه دخبرو دلارې هوارول وي .
په نزدې وختونو کې څو کرته افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم دپاکستان سفرونه کړي اؤ دپاکستان د دولتي چارواکو ترڅنګ یې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره هم لیدنې کړي دي.
زلمی خلیلزاد چې دا مهال په قطر کې طالبانو سره دسولې په خبرو بوخت دی وایي ترڅو چې طالبانو افغانستان کې اوربند اؤ بین لافغاني خبرو ته غاړه نه وي اېښي دسولې هیڅ تړون غوڅه بڼه نه شي لرلی.
خو ځینې ناتائیده راپورونه وایي چې طالبانو زلمي خلیلزاد ته په سمدستي توګه د اوربند نه ډاګیز انکار کړی چې له دې امله قطر کې روانو دسولې خبرو کې خنډان راپورته شوي دي.
دپاکستان دپوځ بیان کې ویل شوي چې دپوځي جنرالانو په دې غونډه کې د سیمې دامن په وضعیت اؤ دپاکستان دننه د اپریشن رد الفساد په پرمختګونو هم غور اؤ خبرې شوي دي.
پاکستان د اپریشن ردالفساد په اساس دا مهال نه یوازې دهیواد دننه دتندلارو په ضد عملیات کوي بلکې افغانستان سره په لګیدلې خپله پوله ازغن تار هم لګوي اؤ تر دې مهاله دازغن تارلګولو په دې پروسه کې دګڼو جنجالونو سره هم مخ شوی دی.
روانه اوونۍ شمالي وزیرستان کې هغه مهال دپاکستان په پوځ لواړه سیمه کې برید کړی ؤ چې په پوله یې ازغن تار لګولو ، په دغه برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ.
پاکستان تور لګولی ؤ چې برید دپاره وسله وال دافغانستان دخاورې نه ور اوښتي وؤ اؤ ددغسې پېښې په سبا افغان چارواکو تور ولګولو چې پاکستان دافغانستان په خاوره هوایي اؤ زمکني بریدونه کړي چې ۱۲ تنو عامو افغانانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده