لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبغلان په امنیه قوماندانۍ ډله ییز برید شوی، نښته دوام لري


دافغانستان شمالي بغلان ولایت په امنیه قومندانۍ د وسله والو لخوا بریدونه شوي او دافغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري.

دکورنیو چارو وزارت ویلي چې نن له غرمې وروسته یوه بجه دبغلان دامنیه قومندانی دیوال ته نږدې چاودنه شوې او په سیمه کې دیوې بلې چاودنې د ترسره کیدو مخه نیول شوې ده.

دبغلان یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي امریکا غږ ډیوه ته وویل چې پرامنیه قومندانۍ لومړی ځانمرګۍ برید شوی او وروسته یوشمیر وسله وال ورننوتي دي.

دبغلان د والي ویاند محمود حقمل له ډیوه سره په خبرو کې پرامنیه قومندانۍ دیوې چاودنې دترسره کیدو پخلی وکړو خو د دپیښې دنورو جزیاتو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.

نوموړي وویل"مونږد ولایت په مقام کې ؤ چې په پلخمري ښار کې دبغلان پرامنیې قومندانۍ یوه چاودنه شوې ده خودا تراوسه دقیقه معلومه نه ده چې دا چاودنه وه او که دوسله والو برید دپېښې جزیات کې نه لرو"

دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمینځ نښته روانه اؤ تر دې مهاله دوه برید کوونکي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې نور برید ګر هم د وسله والو ځواکونو دمحاصرې دلاندې دي اؤ زر به خپل انجام ته ورسیږي.

طالبانو ددې ډله ییز برید پړه پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې ګڼ شمیر امنیتي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده خو دقیقه شمیره یې نه ده ښودلې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG