لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د چین سره ازاد تجارت به د پاکستان خپل صنعت ته مشکلات جوړ کړي


واشنګټن ـــــ د پاکستان او چین تر منځ د اپرېل په میاشت کې د شوي ازاد تجارتي تړون په دویم پړاو باندې په پاکستان کې چارواکو او اقتصادي څېړونکو اندېښنې څرگندې کړي دي.

د وزیراعظم د تجارت سلاکار عبدالرزاق داود هم دا منلې ده او وایي:

"د چین سره شوی ازاد تجارتي تړون به دومره اسان نه وي ځکه چې د تړون لاسلیک کولو نه وړاندې د منډۍ پوره معلومات نه وو اخیستل شوي"

په اسلام اباد کې د خبریالانو سره د خبرو اترو په وخت د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داود وویل، خبره یواځې د چین منډیو ته د رسایۍ نه ده بلکې د پاکستان صنعت نړیوال معیار ته راوستل هم یو لوی چېلنج دی.

عبدالرزاق داود وايي چې د دې تجارتي تړون په نتیجه کې به که یو خوا د پاکستان ځینو صنعتونو ته زیان واوړي خو وايي ځینو ته به گټه هم وي. ده تاجرانو ته تسلي ورکړې ده چې حکومت به د مقامي صنعتونو د تحفظ لپاره گامونه پورته کوي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو یو خبریال ذیشان حېدر وي او اې ډیوه ته ویلي دي چې د ازاد تجارت معاهده که یو خوا غوره خبره ده خو بل خوا دا تړون یو چېلنج هم دی ځکه چې د پاکستان د مصنوعاتو معیار به لوړول وي او ددې ترڅنگ به یې نرخونه هم داسې اېښودل وي چې په نړیوال مارکیټ کې مقابله کولای شي.

په اسلام اباد کې د اقتتصاد د چارو یو بل خبریال فدا حسېن هم د ذیشان حېدر د خبرو سره اتفاق لري او وايي چې د پاکستاني مصنوعاتو د معیار په اړه په نزدې ورځو کې ملېشیا هېواد هم اندېښنې څرگندې کړي دي.

خبریال فدا حسېن زیاتوي چې په نړیوال مارکیټ کې د پاکستاني مصنوعاتو کوالټۍ او نرخ ښه کولو لپاره به حکومت ته پکار وي چې تاجرانو ته خصوصي رعایتونه ورکړي ځکه چې وايي که د بجلۍ او گېس نرخونه گران وي نو د هغې اثر به په هغه تجارتي مصنوعاتو هم وي چې نړیوال مارکیټ ته به د خرڅ لپاره وړل کېږي.

د تجارت د وزارت جاېنټ سېکرټري شفیق شهزاد د سېنټ قایمه کمېټۍ ته د ازاد تجارتي تړون په اړه د بریفنگ په وخت ویلي دي چې د چین او پاکستان تر منځ دوه اړخیز تجارت تر15 اربه ډالره اوښتی دی، خو د پاکستان برخه پکې یواځې 1.2 اربه ډالره ده.

د پاکستان هدف دا دی چې د دویم پړاو ازادې تجارتي لوظنامې نه گټه پورته کړي او خپل برامدات یا چین ته وړونکي مالونه نور هم یو ارب ډالر زیات کړي.

د چین او پاکستان تر منځ اولنۍ ازاده تجارتي لوظنامه په 2006م کال کې لاسلیک شوې وه.

دغه تجارتي تړون د اپرېل په 29مه نېټه د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د چین وزیراعظم لي کېق یانگ د چین له خوا په بیجنگ کې رابلل شوې دوېم بېلټ او روډ فورم غونډې په مهال لاسلیک کړی وو.

چین غواړي ازاد تجارتي تړون د راتلونکې جولای میاشتې نه عملي شي.

د دې معاهدې د لاندې به پاکستان 313 مصنوعات بغېر د ټېکسونو د چین منډۍ کې خرڅوي او چین ته هم اجازه ورکړل شوې ده چې خپل مالونه به پاکستان ته د خرڅولو لپاره راوړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG