واشنګټن ــــ پاکستان د هند له خوا پر خپله ګډه پوله د هندي پوځ وروستي بریدونه د جنګ بندۍ سرغړونه بللې او سیمه ییز امن ته خطر بللی او هند ته یې خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه به یې سټرېټیجیکو تېروتنو ته لاره هواره کړي.
پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د هند یو اعلی افسر ګوراو اهلوالیا د احتجاج په توګه ور بللی او پر خپله ګډه پوله یې د مې پر 2مه او 5مه د جنګ بندۍ د سرغړونې پر سر ورته اعتراض کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل هندي مرستیال های کمیشنر ته د اعتراض په وخت پر ګډه پوله د هند وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې عام خلک به نخښه شوي دي. ډاکټر فیصل ویلي:
"هندي ځواکونه پر ایل او سي باندې پرله پسې پر عامو خلکو په درنو وسلو بریدونه کوي، د عام خلکو ابادي په قصدي ډول په نخښه کول ډېره د اندېښنې وړ خبره ده او دا کار د بشري حقونو له نړیوال قانونه سرغړونه ده".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هند له 2017م کال راهیسې له پاکستان سره پر ګډه پوله 1970 ځله د اوربند سرغړونه کړې او له هنده یې غوښتي چې د 2003م کال د اوربند تړون ته دې درناوی ولري.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې هندي ځواکونو د مې په 2مه او 5مه په دوو جلا بریدونو کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژلي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.
بل لور ته هندي چارواکو هم پر پاکستان د ګډې پولې پر سر د اوربند د سرغړونې تور پورې کړی او دعوه یې کړې چې د مې په 6مه پاکستاني پوځ د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې پر امنیتي پوستو او عامه ابادي باندې بریدونه کړي چې وایي درې تنه پکې ټپیان شوي دي.
د هند این ډي ټي وي د هندي چارواکو له خولې لیکلي چې پاکستان هم په تېره یوه نیمه میاشت کې 513 ځله د ګډې پولې پر سر د اوربند د تړون سرغړونه کړې ده.
هند تل تور پورې کوي چې د پاکستان د جیش محمد ډلې وسلوال په کشمیر کې پر هندي ځواکونو بریدونه کوي، خو پاکستان یې دا تورونه تل رد کړي دي. د کشمیر په پلوامه سیمه کې د فرورۍ د 14مې د برید ذمه واري هم جیش محمد ډلې منلې وه چې شاوخو 40 هندي پوځیان پکې وژل شوي وو.
د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر په وروستیو کې ملګرو ملتونو د ترهګرو په نړیوال نوملړ کې واچاوه، چې د هند په ګډون امریکې او ځینو نورو هېوادونو یې هرکلی وکړ.