لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ: عیسوي زده کوونکو ته دې په سکولونو کې بایبل ور وښودل شي


اسلام اباد ــــ د اسلام اباد په هايکورټ کې د يو درخواست د لارې غوښتنه شوې چې د سرښار اسلام اباد په تعليمي ادارو کې دې عيسوي زده کوونکو ته د اسلاميات پر ځای بايبل د يو لازمي مضمون په توګه وښودل شي.

د خواست کوونکي انيل منصور وکيل د ياسر چودري عدالت ته په وړاندې کړل شوي خواست کې دريځ خپل کړای شوی چې د اسلام اباد په سرکاري سکولونو کې د لومړي ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې اسلاميات د يو لازمي مضمون په توګه ښودل کيږي. په درخواست کې لیکلي:

"په دغو سرکاري سکولونو کې د مسلمانانو نه علاوه د عيسایي ټولنې ماشومان هم زدکړې کوي او هم داسې غير مسلم هم اسلاميات د يو مضمون په توګه ويلو ته مجبوره دي".

د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي جسټس اطهر من الله- چې د دې خواست اورېدنه یې کړې- پوښتلې دي چې څنګه د اسلاميات د يو لازمي مضمون په توګه د ښودلو سره د عيسوي ماشومانو د حقونو سرغړونه کيږي.

د خواست کوونکي وکيل عدالت ته ويلي چې د هېواد د اساسي قانون له مخې په پاکستان کې مېشتو لږکيو ته تحفظ ورکول د رياست ذمه واري ده او چې څنګه مسلمانانو ته د مذهبي ازادۍ حق شته، او همدغه شان د پاکستان آیین غيرمسلمانانو ته هم د خپلې عقيدې مطابق د ژوند تېرولو حق ورکوي.

په پاکستان کې د عيسوي لږکيو د حقونو دپاره کارکوونکی غير سرکاري تنظيم مشر جوزف فرانسسس وایي، بايد حکومت د اسلام اباد په ګدون د هېواد په ګردو تعليمي ادارو کې عيسوي زده کوونکو ته د خپلو مذهبي کتابونو د لازمي مضمون په توګه د ښودلو بندوبست وکړي.

په هېواد کې د عيسایي لږکيو د دستوري او قانوني حقونو دپاره کارکوونکې غيرسرکاري ادارې (کلاس) مشر جوزف فرانسس وي.او.اې ډيوه ته وایي، په ټول هېواد کې عيسوي اقلييتونو ته په زور دينيات ښودل کيږي.

هغه بيا وایي، زمونږ بچيان خو هسې هم په جبر مسلمانان کېږي، نو بيا ولې هغوی ته په سکولونو کې د اسلامياتو تعليم ورکوي.

په اسلام اباد کې دا وخت د سرکاري سکولونو شمېر 400 دی او په دغو سکولونو کې شاوخوا 5000 عيسایي ماشومان هم زدکړې کوي.

د پېښور نه د واکمن تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی د قامي اسمبلۍ غړی جمشيد تهامس وي.او.اې ډيوه ته وایي، په سرکاري سکولونو کې عيسوي ماشومانو ته د بايبل ښودلو ضرورت نه ویني او وایي د مذهب تعليم ورکول د سرکاري سکولونو ذمه واري نه ده، د دې دپاره مدرسې او کلیساګانې شته.

د اسلام اباد په سرکاري سکولونو کې عيسوي زده کوونکو ته د اسلاميات پر ځای بايبل د يو لازمي مضمون په توګه د ښودلو دا عريضه په داسې حال کې وړاندې شوې چې د هېواد د بشري حقونو تنظيمونه تور لګوي چې دلته اقليتونه په رياستي او ټولنيز ډول د توپيري چلند سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG