لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي أر له هنګري د افغان کډوالو ایستل غندلي دي


واشنګټن: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو اداره (یو این ایچ سي أر) د هنګري د هغې پرېکړې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې چې دوې پناه غوښتونکې افغان کورنۍ یې مجبوره کړې چې له دغه هېواده ووځي.

یادې ادارې د هنګري ددغه کار د غندلو ترڅنګ ویلي چې له دې سره هنګري د اروپايي ټولنې او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې ده.

د اوو ماشومانو او څلور غټانو څخه جوړې دغه دوه کورنۍ د هنګري او سربیا ترمنځ پوله باندې د جنورۍ د میاشتې راهیسې بندي شوې وې.

دوی ته له یادې پولې سره ویل شوي وه چې یا به سربیا ته ځي او یا به باید بېرته افغانستان ته ولاړې شي.

دوی ته له هنګري څخه د وتلو پرواز د فرانټېسک یا د اروپا د پوله ساتو او ساحلي ساتونکو د ادارې لخوا تنظیم شوی و.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوی کمېشنر فېلېپو ګرانډي وویل:

"له دغو کورنیو سره شوی چلند چې د دوی د کېسونو د نه کتلو په صورت کې یې د هنګري له خاورې ویستلي دي په ژوره توګه د خواشینۍ خبره ده."

یو این ایچ سي آر د هنګري له چارواکو څخه غوښتي و چې ددغو کورنیو له ویستلو څخه دې ډډه وکړي.

دوی یو ځل بیا له هنګري څخه وغوښتل چې پناه غوښتونکي دي د هغوې د کېسونو له پوره کتلو پرته بېرته خپل اصلي هېوادونو ته نه استوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG