لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بریمر: نریندرا مودي د سلګونو میلیونو خلکو ژوند ښه کړی دی


واشنګټن: د امریکا ټایمز مجلې د نریندرا مودي انځور په خپل مخ پاڼې باندې کاږلی او پوښتنه یې کړې، چې ایا د مودي واک د هېواد لپاره ښه وه او که نه؟

د اتش تاثیر په دې مقاله کې پوښتل شوي دي چې ایا هغه ارزښتونه چې مودي يې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې بریالی کړ اوس هم ګټور دي؟

هغه ویلي، د ۲۰۱۴ کال ټاکنې د هیلو وي او د ۲۰۱۹ کال ټاکنې د هغو خلکو ترمنځ ترسره کېږي چې توپیرونو ته لیواله دي.

که څه هم د تاثېر په مقاله کې ویل شوي چې مودي د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی، خو د سیاسي ګواښونو مشورتي شرکت (پولیټیکل رېسک کنسلټینګ فورم) بنسټګر این بریمر په یوې مقاله کې ویلي، مودي د هندوستان د اقتصادي اصلاحاتو لپاره تر ټولو غوره هیله ده.

بریمر وايي، که څه هم د مودي اقتصادي ریکارډ په بشپړه توګه بریالی نه و خو هغه بیا هم د هغه کس په توګه پاتې شوی چې د هند په اقتصاد کې یې ستر بدلون راوستی.

بریمر همدارنګه د کورني پرمختګ په برخه کې د مودي کار ستایلی او ویلي یې دي چې مودي د سلګونو میلیونو خلکو ژوند ښه کړی دی.

ده دا هم ویلي، چې مودي له چین، امریکا او جاپان سره اړیکې لا ښې کړي دي.

دغه مقاله په داسې حال کې چاپ شوې چې هندوستان د پارلمان د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره کوي کومې به چې د مې د میاشتې په ۲۳ نېټه ترسره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG