لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په سیند صوبه کې د اېډز ناروغي په توندۍ سره خوريږي


د پاکستان او ملګرو ملتونو چارواکي د پاکستان په سیند صوبه کې د اېډز د ناروغۍ په تېزۍ سره د خورېدو علتونو پلټنې کوي، چارواکي وايې په لاړکانه سيمه کې په تېرو دوو هفتو کې نزدې 400 کسان د اېډز په ناروغۍ اخته موندل شوي دي چې پکې 80٪ ماشومان دي، چې پکې د نيمايې عمرونه د پينځه کالو نه هم کم دي.

د پاکستان ځايې مېډيا نزدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان سند صوبې په لاړکانه کې د اېډز د ناروغۍ د خورېدو رپوټونه خپاره کړي وو چرته چې په ورستيو کې درې ځله وړاندې هم د اېډز وبا خوره شوې وه.

چارواکي د دغې وبا د خورېدو علت يو ځآيې ډاکټر ښايې چې هم يوه ستن يا سېرنج ډېرو ناروغانو له کاروي.

د اېډز کنټرول د پروګرام مشر سکندر مېمن خبريالانو ته ويلي، صوبايې حکومت د اېډز د ناروغۍ د مخ نيوي لپاره د لاړکانې سيمې ته په ګڼ شمېر کې د صحت د کاروکونکو ټيمونه او آلات استولي، او په دغه سيمه کې يې نزدې د 9000 کسانو وينه ټېسټ کړې ده، او وايې دغه عمل لا روان دی چې په لاړکانه کې چې آبادي يې نزدې 15 لاکه ده، د اېډز د خورېدونکي رنځ مخه ونيول شي.

د ملګرو ملتونو د اېډز د مخ نيوي د څانګې وياندې فهميده خان وي او ای ته ويلي د صحت د نړيوال سازمان کارکونکو هم د صوباي حکومت د ځآيې کارکونکي سره مرستې کړي دي چې په دغه سيمه کې د اېډز د خورېدو علتونه معلوم کړي او ناروغانو ته ضروري درملنه او کمک ورکړي.

مېرمن فهميده ويلي په دغه خبره اندېښمنه ده او کوششونه کوي چې د غېر محفوظو ستنو يا سېرنجونو مخه ونيسي او وينه مريض ته د خېجولو نه وړاندې ټېسټ کړی شي، نوموړې ويلي د اېډز د ناروغۍ د خورېدو دغسې رپوټونه د خواؤ شا نورو سيمو نه هم راغلي دي.

د سند صوبې ټوله آبادي 48 ميلنه ده چې پکې د اېډز يو نيم لاک رجسټر ناروغان دي چې د ټول ملک د اېډز د ناروغانو 43٪ جوړيږي،

د ملګرو ملتو چارواکي وايې په پاکستان کې د کال 2010م رهسې د اېډز په ناروغۍ کې 57٪ زياتوالې راغلی دی، چې ورسره پاکستان په آېشيا کې په دويم نمبر داسې هېواد دی چرته چې په تندۍ سره د اېډز ناروغي خوريږي، او وايې په پاکستان کې په رجسټر شوي د اېډز په ناروغانو کې 43000 ښځې دي.
د ملګرو ملتونو يو ځآيې چارواکي ويلي تېر کال په پآکستان کې د اېډز 20 زره نوي ناروغان معلوم شوي دي او هم په دغه کال کې 6200 کسان په پاکستان کې د اېډز په مرض مړه شوي دي.

په پاکستان کې په دومره تندۍ سره د اېډز د ناروغۍ د خورېدو يوشمېر علتونه په ګوته شوي ، د صحت پوهان وایې د اېډز د ناروغۍ د خورېدو لوي علت کلي وال غېر سنديافته ډاکټران دي حکومتي چارواکي وايې په پاکستان کې نزدې 6لاکه غېر قانوني ډاکټران کار کوي چې پکې 270،000 يواځې په سند صوبه کې دي،

د غېر قانوني ډاکټرانو ترڅنګ پوهان وایې په پاکستان کې د اېډز د ناروغۍ د خورېدو بل لوي علت جنسي کاروبارونه، او د هم جنس پرستانو سره جنسي تعلقات دي ،

څيړونکي وايې د پآکستان د صحت نظام کې ډېر کمی دی په ورستيو کې د صحت وفاقي وزارت ختمون او دغه وزارت صوبو ته ورکولو سره دغه د صحت مسله نوره پېچلې شوې ده.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG