لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلیمان قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ کې دفاټا دڅوکیو زیاتولو منظوري ورکړه


دپي ټي ایم د وتلي مشر اؤ د قامي اسمبلۍ دغړي ښاغلي محسن داوړ لخوا په قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ کې دقبائیلي سیمو دڅوکیو دشمیر سیوا کولو په اړوند پارلیمان ته وړاندې کړل شوی ۲۶م ائیني ترمیمي قانوني مسوده په یو اتفاق منظور کړل شوې ده

اوس به دغه مسوده سینیټ ته دمنظوریدو دپاره وړاندې کیږي اؤ که دسینیټ څخه هم منظوره شي نو بیا به قامي اسمبلۍ کې دقبائیلي ضلعو څوکۍ د شپږو نه نهو اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ د۱۶ؤ نه ۲۴ ته سیوا کړل شي.

دپاکستان د پارلیمان په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې په ائین کې دترمیم دبدلون په کومه مسوده حکومت اؤ مخالفو ډلو یوشان اتفاق کړی دی.

ددغه قانوني مسودې منظوریدلو په مهال قامي اسمبلۍ ته پخپله وینا کې وزیراعظم عمران خان پخپله وینا کې ویلي چې ټول قام د فاټا سره ولاړ دی اؤ ټول ګوندونه په دې خبره متفق دي چې پخوانۍ قبائیلي سیمې هم باید ملي ځاندره کې ورګډې شي.

هغه وویل فاټا ته چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې څومره زیانونه اوښتی د یوازې خیبر پښتونخوا دغه زیان نه شي راسر کولی ځکه نو ټولو صوبو ته به د فاټا سره ودریدل وي.

ښاغلي عمران خان وویل دفاټا اولس هم غواړي چې هغوئ دې دهیواد د نورو برخو د وګړو پشان دژوند دټولو حقونو اؤ اسانیو څخه برخمن وي اؤ غږ دې یې واوریدل شي اؤ نن چې پارلیمان دهغوئ غږ ته غوږ اېښی نو په دې یې زه مننه کووم

هغه وویل یوازې دخیبر پښتونخوا د پرمختیایي پنګو څخه د فاټا پرمختیايي پروژې سرته نه شي رسیدلی باید ټولې صوبې دفاټا دپرمختیایي پروژو په پېسو کې خپله برخه واچوي.

هغه وویل دفاټا خلک دپاکستان وګړي دي خو وروسته پاتې شوي اؤ زمونږ دښمن دمحرومۍ احساس دځان په ګټه کاروي ځکه به اوس مونږ ته خپل سوچ بدلول وي.

په تېر حکومت کې د یو ائیني ترمیم دلارې پخوانۍ قبايلي سیمې د خېبر پښتونخوا برخه ګرځولې شوي دي او ددغه ائیني ترمیم د لارې الېکش کمېشن ددې خبرې پابند دې چې د 25 مې جولاېی پورې په نوو ضم شوو سیمو کې د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې ترسره کړي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د خېبر پښتونخوا په قبائیلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره د جولايي په دویمه نېټه د انتخاباتو اعلان کړی دی.

دا به د پاکستان د جوړېدو نه وروسته اول ځل وي چې د دغو سیمو خلکو ته په صوبايي اسمبلۍ کې د استاذیتوب حق ورکړی شي.

دپښتونخوا په اسمبلۍ کې دا وخت ټولې 124 څوکۍ دي چې پکې 99 عمومي، 22 د ښځو او درې د اقلیتونو لپار مقرر کړی شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG