د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د پوليسو په وېنا يو تن خپله ښځه او لور او يو خپلوان سړی د شک په اساس د غېرت په نوم وژلي دي.
د شانګلې ضلعې د چوګا پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) بخت حلیم وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د پېښې په اړوند وويل دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
هغه وويل محمد صبور خان نومې تن د شک په اساس او نور زاول خان په ټوپک (کلاشنکوف) ویشتی او بيا خپل کور ته ورغلی خپله ښځه رخسانه او لور صديقه يې هم په دغه ټوپک ويشتي دي.
بخت حليم وايي ۲۸ کلنه رخسانه د صبور دوېمه ښځه او وژلې ۱۸ کلنه لور صديقه يې د مخکنۍ ښځې نه وه.
هغه وويل دا د غېرت په نوم وژنه ده. تورن قاتل تښتېدلی او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
په خېبرپښتونخوا او د پاکستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د غېرت په نوم وژنو پېښې رامنځته کیږي او زياتره پکې ښځې وژلی شی.
د رسنیو او پوليسو د شمېرو ترمخه په روان کال کې د خېبر پښتونخوا په بېلا بيلو سيمو کې د تازه پېښې نه وړاندې ۱۴ښځې د غېرت په نوم او په کور کې د جنګ جګړو له امله وژل شوي دي چې هنرمندانې هم پکې شاملې دي.
د بشري او ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي اصل شمېره له دې نه هم زیاته ده خو د مختلفو مسلو له امله خلک داسې مقدمې نه درج کوي، او دغه ډول پېښې پټې ساتي.
د بشري حقونو دپاره کار کوونکي وايي په پاکستان کې اول خو د غېرت په نوم وژنو د مخنيوي دپاره موثره قوانين نشته او که کوم قوانين موجود هم دي هغه په عمل کې نه راوستل کيږي.
د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ډوميسټک وائلنس پريونشن اينډ پروټيکشن بِل يعنې د کورني تشدد د مخنيوي لپاره قانونې مسوده وړاندې کړی شوې خو لا تر اوسه صوبايي اسمبلۍ د ياد قانون منظوري نه ده ورکړې.
په خېبر پښتونخوا کې د ښځو دپاره جوړ کمېشن ان سټيتس اف وومن نه تر لاسه شوؤ شميرو تر مخه د کال ۲۰۱۸ د جولايۍ نه تر دسمبر د مياشتې پورې په صوبه کې د جنسي تشدد ۵ او څلورو ښځو سره د اجتماعي جنسي تېري کيسونه ريکارډ شوي وو.
د شمېرو ترمخه د ښځو د قتل او اقدام قتل ۵۱ او د کار په ځايونو کې د ښځو د تنګولو یا ځورولو اته پېښې رپوټ شوې وې.