لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د ترهګرې ډلې په توګه د اخوان المسلمین نومول به د امریکا ډپلوماسي وننګوي؟


د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په زندان کې دی
د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په زندان کې دی

واشنګټن: کارپوهان وايي، په تور لست کې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه د مصر د اخوان المسلمین ډلې له اچولو سره به امریکا په اسلامي نړۍ کې ښايي له نویو دوښمنانو سره مخ شی.

څېړونکي وايي، د ترهګرې ډلې په توګه د اخوان المسلمین له نومولو سره کېدای شي د امریکا د منځني ختیځ ډپلوماسي او د سیمې د ډیموکراټیک بدلون لپاره روانې هڅې له ستونزو سره مخ شي.

په اوکلاهوما پوهنتون کې د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز مشر جاشوا لېنډېس وايي:

"د امریکا لپاره د منځني ختیځ په سیاست کې دغه مهم بدلون به په رښتیا هم هر ډول حساس بحثونه او په سیمه کې د امریکايي ډپلوماټانو د کار کولو ازادي له ستونزو سره مخ کړي."

هغه امریکا غږ ته وړاندې وویل:

"له دې سره به امریکا په منځني ختیځ کې د هر ډول ډیموکراټیک او سیاسي بدلون په لاره کې یو ستر خنډ رامنځ ته کړي که داسې وکړي."

د څېړونکو دغه غبرګون وروسته له هاغې څرګند شو کله چې سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې وویل، چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې خبرې ډېر غور کوي چې د مصر اخوان المسلمین ډله د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مشرې سېرا سېنډرز خبریالانو ته په یو لېږلي برېښنالیک یا ایمیل کې ویلي:

"ولسمشر خپل د ملي امنیت له سلاکار او په سیمه کې له نورو مشرانو سره په دې اړه خبرې کړې دي او ددغې ډلې د ترهګر ګڼلو په اړه کار اوس په داخلي پړاونو کې دی."

د مصر هلې ځلې:

د امریکا دغه اعلان نږدې درې اونۍ وروسته له هاغې وشو کله چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.

السیسي په ۲۰۱۳ کال کې پخوانی ولسمشر محمد مورسي له واکه ګوښه کړ، اخوان المسلمین ډله یې غیر قانوني وګرځوله او مورسي او د هغه د ډلې ګڼ مشران یې بندیان کړل.

مورسي د اخوان المسلمین ډلې لخوا لومړنی ولسمشر وه څوک چې په مصر کې د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې له بریا وروسته د واک پر ګدۍ کښېناست.

مورسي په ۲۰۱۱ کال کې له واک څخه د حسن مبارک د لېرې کېدو د بهیر مشري کوله.

خو قدرت ته له رسېدو راهیسې السیسي امریکايي چارواکي هڅوي چې اخوان المسلمین ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه ونوموي.

سعودي عربستان او عربي متحده امارات چې په منځني ختیځ کې دوه سوني قدرتونه دي هم له واشنګټن څخه دا غواړوي چې یاده ډله ترهګره وګرځوي.

نوې محافظه کار ډله:

ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې ادارې په لومړیو اونیو کې د اخوان المسلمین د ډلې په ترهګر ګرځولو باندې غور کاوه خو بیا یې وروسته دغه خبره له پامه وغورځوله.

ځینې څېړونکي تور لګوي چې د امریکا د ملي امنیت اوسنۍ ډله د اخوان المسلمین په څېر د اسلامي ډلو د په نښه کولو پلوي کوي.

د منځني ختیځ کارپوه لېنډېس وايي:

"ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت نوې ډله کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت سلاکار جان بولټن شامل دي چې دا تر ډېره بریده یوه نوې محافظه کاره ډله ګڼل کېږي د ټرمپ د لومړني کال په پرتله."

هغه زیاته کړه:

"دا امکان لري چې دوی دې د مصر، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو دغه غوښتنه ومني چې اخوان المسلمین ډله ترهګره ونوموي."

د فوزي صوفیاني په نامه د اسلامي تحریکونو په برخه کې یو کارپوه چې په ټونس کې اوسي وايي، په مصر او د منځني ختیځ په نورو برخو کې تر دې لا ډېر سخت دریځه ډلې شته چې امریکا یې باید په اړه غور وکړي.

هغه امریکا غږ ته وویل:

"د بېلګې په توګه په مصر کې د سلفیانو ډلې دي چې له اخوان المسلمین څخه ډېرې توندلارې دي. نو ځکه دا څرګنده ده چې په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ سره د جګړې په موخه د اخوان المسلمین ترهګر ګڼل به اغیزناکه نه وي."

هغه وړاندې وویل، کله چې د اسلامي ډلو واک او ځواک ته وکتل شي نو اخوان المسلمین ښايي تر ټولو لږه د تاوتریخوالي ډله وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG