لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب:دبانک دننه چاودنه کې ۲۰کسان ژوبل شوي دي


دپاکستان دپنجاب ایالت په جنوبي سیمه صادق اباد کې دیوشخصي بانک دننه چاودنه شوې چې پکې تر۲۰ؤ پورې کسان ژوبل شوي اؤ ګڼ شمیر ودانیو ته یې زیان اړولی دی.

دصادق اباد دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او عمر سلامت مطبوعاتو ته ویلي چې دغه چاودنه د زیارت په ورځ د یو شخصي بانک دننه شوې چې وداني یې په بشپړ ډول تباه کړې ده .

دچاودنې سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په پېښه کې ژوبل شوي کسان یې نزدې روغتونونو ته رسولي دي.

پاکستاني مطبوعات وایي تر دې مهاله دې پېښه کې د۲۰کسانو د ژوبل کیدلو پخلی شوی اؤ دصادق اباد ډپټي کمشنر جمیل احمد دضلعې په ټولو روغتونونو کې د بیړني حالت پځائ کولو اعلان کړی دی.

دپولیسو ضلعي مشر وایي په سمدستي توګه لا نه ده معلومه شوې چې دا دترهګرۍ پېښه ده اؤ که بله بڼه لري خو هغه احتمال ښودلی چې دا به د ګیس دسلینډر چاودنه وي.

پولیس وایي دا چاودنه دومره زورداره وه چې خواوشا یو شمیر نورو ودانیو اؤ ګاډو ته یې هم زیان رسولی دی.

دجنوبي پنجاب په هکله وخت په وخت څېړونکي اؤ مطبوعات دعوې کوي چې دغلته تندروه مذهبي ډلې خپل قوي مرکزونه لري اؤ ښکاره جاره خپل فعالیتونه کوي خو امینتي ځواکونه یا حکومت دهغوئ په ضد هیڅ رقم ګامونه نه اخلي.

خو حکومت دعوه کوی چې په دې وروستیو کې یې دجنوبي پنجاب څخه د یو شمیر تندروه مذهبي ډلو مشران اؤ فعالین نیولي اؤ دهغوئ په ضد یې مقدمې درج کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG