لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي:جګړه نه غواړو خو که ایران برید وکړو په بشپړ قوت به ځواب ورکوؤ


دسعودي عرب دبهرنیو چارو وزیرا عادل الجبیر ویلي سعوي جګړه نه غواړي خو هر رقم تیري ته د کوټلي جواب ویلو دپاره بشپړ تیاري لري.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دسعودي د بهرنیو چارو وزیر ویلي “ددې جګړې د مخنیوي دپاره چې څومره زمونږ د وسه وي هڅې به کوؤ خو که چرې په دې ورځو کې په مونږ دبل لوري جګړه را وتپل شي نو په بشپړ طاقت اؤ توان سره به یې جواب ورکوؤ”

سعودي دمخالف لوري تیري ته دځواب ویلو دا ګواښ وروسته له هغې کړی چې تیره اوونۍ یې د تیلو ډیپوان په ډرون الوتکو وویشتل شول اؤ دمتحده عرب اماراتو دسمندر په غاړه یې دتیلو جهازونه ویجاړ کړی شول.

دسعودي په تنصیباتو ددې بریدونو پړه حوثي ملیشو پغاړه اخستې وه خو ریاض یې پړه په تهران ور اړولې وه.

ایران دا تورونه رد کړي وؤ چې ګنې د سعودي په تنصیاتو دا بریدونه د امریکا اؤ ایران ترمینځ د روان تاو تریخوالي له امله دایران لخوا شوي دي.

مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دسعودي دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي “مونږ سیمه کې دثبات پلوي یو خو که د ایران د برید په جواب کې به غلي نه پاتې کیږو”

هغه وویل اوس دا په ایران پورې اړه لري چې دخپل نصیب فیصله پخپله وکړي.

تر دې وړاندې د سعودي عرب باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز دخلیجي اؤ عرب هیوادونو مشران په ۳۰م مئ مکې ته په یوه بیړنۍ غونډه کې د ګډون دپاره رابللی وؤ ترڅو دسعودي په تنصیباتو د شوؤ بریدونو راپدیخوا په رامینځته شوي وضعیت غور وکړل شي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ویلي په موجوده وضعیت کې اړتیا لیدل کیږي چې باید د عرب اؤ خلیجي هیوادونو یو رقم دریځ مخې ته راشي.

تیره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جواد ظری سیمه کې دیوې نوې جګړې پیل کیدو احتمال رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ ایران د جګړې مخالفت کوي اؤ هیڅوک دا ګمان نه شي کولی چې په تهران برید کیدلی شي.

هغه پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ ایران باور لري چې جګړه به نه کیږي اؤ نه هم تهران د جګړې پلوي دی

XS
SM
MD
LG