لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمیاشت لیدنې په سر جنجال،پېښور هائیکورټ دمفتي منیب نه ځواب وغوښتلو


دپېښور ایالتي محکمې یا هائیکورټ د روژې اؤ اختر دمیاشتې دلیدنې نه د رویت هلال کمیټۍ دمنعې کولو په یو خواست دپاکستان د مرکزي حکومت اؤ د رویت هلال کمیټۍ دمشر مفتي منیب الرحمان نه جواب غوښتی دی.

پېښور هائیکورټ ته دیو تن لخوا عریضه شوې چې پاکستان کې د میاشتې دلیدلو پسر اختلافانو خلکو ته ستونزې راولاړې کړي دي اؤ اوس په هیواد کې په بیلابیلو ورځو اخترونه نمانځل کیږي.

په دغه خواست کې ویل شوي چې دمیاشت لیدنې دولتي کمیټه باید نوره ترهغې د میاشت لیدلو دعمل نه منعې کړل شي ترڅو چې په دې هکله موجود اختلافات ختم کړل شوي نه وي.

ددغه خواست اوریدنه د نهې په ورځ د پېښور دایالتي محکمې مشر قاضي وقار احمد سیټهـ اؤ قاضي عبدالشکور کړې ده.

محکمې د اوریدنې په مهال مرکزي حکومت اؤ میاشت لیدنې د کمیټې مشر مفتي منیب الرحمان ته نوټسونه ولیږل اؤ له هغوئ یې په دغه اړوند ځواب وغوښتلو.

په پاکستان کې له یوې اوږدې مودې راهسې د روژې اؤ اختر د میاشتو لیدنو پسر د دولتي اؤ غیر دولتي کمیټیو ترمینځ اختلافات راروان دي چې ددې اختلافاتو له امله هرکال روژه اؤ اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي.

دخیبر پښتونخوا صوبې سره تعلق لرونکي زیاتره دیني عالمان تور لګوي چې د میاشت لیدنې دولتي کمیټه کې د میاشتې د لیدلو په اړوند دخیبر پښتونخوا صوبې نه ترلاسه کیدونکي شهادتونه نه منل کیږي اؤ دمیاشت لیدنې کمیټه دپښتونخوا خلکو سره قصد کوي.

خو رویت هلال کمیټې مشر مفتي منیب الرحمان بیا دا تور ردوي اؤ وایي چې د روژې اؤ اختر دمیاشتو په اړوند د ټولو اختلافاتو ذمه وار دپېښور دقاسم علي خان جومات مشر مفتي منیب الرحمان دی چې د قانوني واک نه لرلو باوجود د روژې اؤ اختر د میاشتو اعلانونه کوي.

دپاکستان د سائنس وزیر فواد چوهدري په دې ورستیو کې د میاشت لیدنې پسر داختلافونو ختمولو دپاره دیو کلینډر جوړولو اعلان کړی خو مفتي منیب الرحمان په دغه اعلان بد منلي اؤ دپاکستان په وزیراعظم عمران خان یې غږ کړی چې باید وزیران په مذهبي چارو کې د لاسوهنې نه منعې کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG