لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایي یوازینۍ لاره ورسره دمزاحمت پاتې شوې ده


دایران صدر حسن روحاني ویلي هغه مدام د خبرو اترو اؤ ډپلوماسۍ پلوی پاتې شوی خو پوهیږي چې موجوده حالات د خبرو نه دي اؤ ایران یوازې د مبارزې اؤ مزاحمت لاره په لاس کې لري.

د ایران صدر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تیره ورځ امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ایران ته ګواښ وکړو چې که په منځني ختیز کې یې امریکایي ګټو ته د زیان رسولو هڅه وکړه نو په بشپړ قوت سره به ځواب ورکولی شي.

په ایران د نوؤ بندیزونو لګول کیدلو وروسته دامریکا اؤ ایران ترمینځ تاؤ تریخوالی زیات سیوا شوی اؤ دهرې ورځې په تیریدلو سره د دواړو هیوادونو کړکیچ نور هم سیوا کیږي.

د ایران د دولتي خبري شبکې ارنا له مخې د ګل یا دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته خپله وینا کې دایران صد ویلي دسپینې ماڼۍ استوګن د تیرو ۴۰ؤ کالو راسې دایران په ضد فعاله دي اؤ د وسلو دلارې د ایران د راپرځولو هڅې کويږ

هغه تور لګولی چې دښمن په دې هڅه کې دی چې ایران د جګړې په لوري وړومبی ګام واخلي خو مونږ ته اوسه هغوئ پخپلو ارادو کې بریالیتوب ته نه دي پرېښي.

دامریکا اؤ ایران ترمینځ اوسنی تاؤ تریخوالی وروسته له هغې پیل شوی چې تیرکال دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په یو اړخیز ډول د ایران سره کال ۲۰۱۵م کې دشپږو نړیوالو قوتونو لخوا شوي اټومي تړون نه ځان وویستلو.

دامریکا لخوا دغه تړون څخه د ځان جلا کولو وروسته د ایران دتیلو په برامداتو دامریکایي حکومت لګول شوي بندیزونه پځائ کړل شوي وؤ چې روانه میاشت پرې عمل پیل شوی دی.

امریکا روانه میاشت دخپلو جنګې الوتکو،بیړیو اؤ میزائیلو منځني ختیر ته دلیږلو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا ګام یې د ایران د احتمالي برید داندېښنو له امله اخستی دی.

دامریکایي ګامونو په ځواب کې ایران اوړمه ورځ اعلان کړی وؤ چې د یورنیمو د غني کولو کار یې څلور برخې سیوا کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG