لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قام پېژندگلو په پاسپورټ نه، په اصل نسل ده


په اسلام اباد کې د جينسي زياتي او بې رحمه وژنې ښکار شوې لس کلنې پښتنې فرشته مومند پېښې دوه کاره وکړل. يو يې د پاکستاني ټولنې څېره توره کړه او بل يې د ياد هېواد د پوليس او ميډيا حقيقت بربنډ کړی دی.

فرشته مومند د اسلام اباد د چک شهزاد سيمې نه ورکه شوې وه او بيا يې سخا شوی مړی پينځه ورځې وروسته پيدا شوی و. د وژلې شوې پښتنې ماشومې پلار گل نبي چې کله پوليس ته د فريشتې د بې درکه کېدلو رپورټ وکړو نو پوليس افسر ورته وويل کېدلی شي لور يې د چا سره تښتېدلې وي.

د فريشه مومند وژنې د سياسي گوندونو، مدني ټولنې غبرگونونه او په خصوصي توگه د پښتنو احتجاجونه راپارولي. د عمران خان حکومت ته يې نا اهله ويلي.

د دې تر څنگ په سوشل ميډيا، په ځانگړې توگه په ټوېټر، يې يو بل بحث هم رامنځ ته کړی چې د پښتنو پېژندگلو د افغان نسل په بنياد وشي او که نه د رياست پاکستان د پاسپورټ سره خپله نسلي پېژندگلو وتړي.

دا بحث څنگه رامنځ ته شو؟

دا بحث هله رامنځ ته شو چې کله د پاکستان يو شخصی ټيلي وژن ای ار وايي د پښتونخوا د مومندو سيمې دغه د ظلم ښکار کورنۍ افغان کډوال وگرځول او قهر راپارونکي سرخيانې يې خورې کړې چې دا تاثر يې ورکولو لکه چې د فريشته مومند د پاره د انصاف غوښتنه ځکه نه ده پکار چې هغه پاکستانۍ نه ده بلکې افغانه ده.

د دې په ځواب کې پښتنو او د بشري حقونو فعالينو په سوشل ميډيا خپل غبرگون پيل کړو او د هيش ټيگ #بايکاټ ای اروايي او #مين افغان هون، لاندې ټرېنډ وچلول شو. په ټرېنډ کې د صحافت دا غير ذمه دارانه او غير پيشه ورانه رويه وغندلی شوه او د ياد ټي وي چينل د نشرياتو نه د بايکاټ چغه پکې پورته شوه.

خو په ای ار وايي بحث نور هم تود کړل شو کله چې د پي ټي ايم مخکښ او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د فرشته مومند سره د يوالي په خاطر په خپل ټوېټر وليکل چې جغرافيې بدليږي خو قامونه نه بدليږي. زه افغان ووم، افغان يم او افغان به ووم.

دې ټويټ سم لکه په وور د تېلو د شيندلو کار وکړو او د محب وطن او غدار وطن سيالي پيل شوه. د محسن داوړ پلويانو د افغانيت دفاع پيل کړه او د ای ار وايي پلويانو د غدارۍ سندونه ويشل شروع کړه. په دې بحث کې ډېر خوندور ټويټونه هم وشول چې څو يې د بېلگې په توگه دلته شريکوم.

زه افغان يم نو دليل څه دی؟

د ای اين پي د مشر اسفنديار ولي خان يوه زړه ويډيو هم په ټوېټر خوره شوې چې پکې د جنرال مشرف د هغه پوښتنې چې پښتانه ځان ته ريښتيا افغانان وايي؟ اسفنديار ولي وايي چې په دغه غونډه کې محمود خان اچکزی، د جماعت اسلامي پخوانی مشر قاضي حسين احمد، مولانا فضل الرحمان او افتاب خان شير پاو هم ناست وو، چې جنرال مشرف ته يې وويل چې هو دی هم افغان دی او پښتون چې چرته هم دی هغه افغان دی.

اسفنديار ولي خان وايي د ده دريز ناستو ټولو پښتنو مشرانو تايد کړو او په خپل په خپل ځای يې جنرال مشرف ته وويل چې د دوی اصل نسل افغان دی.

د پښتنو د ټويټونو سره سره غير پښتنو هم د "زه افغان يم" ټرېنډ مرسته کړې ده او يو پنجابي ژورنالېسټ احمد وقاص گورايه په خپل ټويټ کې چې ډېر مقبول شوی هم دی، ليکلي چې زه که هر چرته لاړ شم او د هر هېواد تابعت ولرم خو زه به بيا هم پنجابی يم.

دا بحث دومره تود شوی چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر هم غلی پاتې نه شو او ميډيا ته يې په دې اړه وويل چې دې مسلې ته د انسانييت په سترگه کتل پکار دي او بايد چې دا د سياسي مقصدونو د پاره استعمال نه شي.

خو د دواړو خواوو د بحثونو او يو بل ته د بدو ردو ويلو نه جدا يو ټويټ داسې هم دی چې پښتون فعال عمران خان پکې وايي، يوه خوا په ١٠ کلنې پښتنې ماشومې جېنسي تېری په دې بنياد جايز گڼي چې فرېشته افغانه ده.

او بله خوا په دې بې عقلۍ بد وايي او د افغانانو په ملاتړ ولاړ دي. البته دريمگړی گڼي چې د دې بحث برخه جوړېدل نه غواړي ځکه چې داوړه خواوې په غلطه دي

ښاغلی گورايه وايي، کله چې اسلام او پاکستان نه وو نو پښتانه بيا هم موجود وو. ډېر ملکونه جوړ شول، ډېرې نقشې بدل شوې، ډېر پاسپورټونه راغلل لاړل، نسلونو ډېر مذهبونه بدل کړل خو که څه بدل نه شول هغه فقط د پښتون پېژندگلو ده چې بدل نه شوه.

وقاص گورايه وايي چې اوس د پاکستان رياست غواړي چې د دوی پېژندگلو بدل کړي کومه چې د دې رياست نه په زرگونو کاله زړه ده.

په يو ټويټ کې د پاکستان نه پوښتل شوي که چرې د افغان د نوم سره دومره کرکه لري نو ولې يې د خپلو ميزايلو يا توغندو نومونه د غوري، ابدالي او غزنوي په نوم کړي ځکه چې دغه خو هم افغانان دي.

زبير توروالي چې د سوات د کوهستان سيمې دی په خپل ټويټ کې هغو خلکو نه پوښتنه کوي څوک چې د افغان د پېژندگلو او زړورتيا په اړه د علامه اقبال يا نورو شخصياتو مثالونه ورکوي چې، ايا د دې ضرورت شته د ځان د پېژندلو د پاره د اقبال يا د بل چا حوالې راوړو؟ کنه د پاکستان د سر شمېرنې د ادارې او نادرا په ريکارډ باور وکړو چې په فارمونو کې يې تل د پښتونخوا د خلکو نسلي پېژندگلو د افغان په توري کړې ده.

چې پښتون ځان افغان نه مني نو څه غبرگون ورته ښودل کيږي؟

البته د خوند بحث د پخواني ژورنالېسټ جان اچکزۍ په ټويټ شوی دی چې پکې جان اچکزۍ ليکلي، جغرافيه بدليږي، قوم بدليږي خو پاکستانی وم، پاکستانی يم او پاکستانی به ووم.

په ځواب کې ورته دوو پښتنو ښځو خپل غبرگون داسې ښودلی دی. سياست مداره بشرا گوهر ترې پوښتلي چې د ١٩۴٧ نه مخکې ستاسو قوم انگريز و؟ افغان او اچکزی د کله نه تر کله پورې وې؟ پاکستان گڼ قاميزه رياست دی او دا بدلېدلی شي.

يوې بلې فعالې مرغلره افغان ترې پوښتلي چې که د جان اچکزي په ځای ځانله جان بټ او يا جان جټ نوم کېږدي ځکه چې پنجاب د پښتنو خاوره نيولې ده. اغلې مرغلره زياتوي چې دا لاحقه نومونه ورسره سم ښکاري او په تول هم پوره دي. البته اچکزي پښتانه دي او افغانان دي.

د هغه خلکو غوښتنې ته په غبرگون کې، چې که پښتانه ځان ته افغانان وايي نو بيا افغانستان ته ولې نه ځي؟ د پيپلز گوند يو مشر او د سپريم کورټ وکيل افتخار گېلاني په يو ويډيو پيغام کې ځواب وايي چې زمونږ د ټولو په پېژند پاڼو او سرکاري کاغذونو کې مونږ ته افغان ليکل کيږي.

دا دې جنرالانو او دا چې د ځان نه يې د پنجاب چوهدريان جوړ کړي، دوی ته څه غلط فهمي ده چې زه به بل وطن ته لاړ شم؟ زه د کوهاټ يم او د چا پلار مې د دلته نه نه شي پاڅولی.

ډېرو پښتنو د افغان د پېژنگلو په وياړ يو شمېر شعرونه هم د مثال په توگه وړاندې کړي چې دوه پکې دا مشهور شعرونه هم دي.

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده—په کابل او پېښور کې افغان يو دی.

او يا د خوشحال خان خټک دا مشهور او مقبول شعر چې—

درست پښتون تر قندهاره تر اټکه--- سره يو د ننگ په کار پټ او اشکار.

او چا بيا د خوشحال خان خټک دا شعر خور کړی چې

د افغان په ننگ مې وتړله توره--- ننگيالی د زمانې خوشحال خټک يم

اوس به کتلی شي چې په غير ذمه وارانه صحافت تورن ای ار وايي او چينل فايو چينلونه به د پاکستان د الېکټرانک ميډيا ريگوليټري اتهارټي يا پېمرا چيرمين مرزا سليم بيگ لخوا ورکړل شوو نوټسونو ته څه ځواب ورکوي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG