لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دجومات دننه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي،۲۰ژوبل


دبلوچستان ایالت د کوټې په کلیواله سیمه پشتون اباد کې دیو جومات دننه بمي چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي اؤ ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دا چاودنه د پشتون اباد په رحمانیه جومات کې د جمعې د نمونځ نه لږه شېبه وړاندې شوی ده چې چې دغه مهال په جومات کې تر ۴۰ؤ پورې کسان موجود وؤ.

دچاودنې سره سم امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ رسیدلي اؤ په پېښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان نزدې روغتونونو ته رسول شوي دي.

دکوټې دسول هسپتال ایم ایس رسنیو ته ته پخلی کړی چې دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ ۱۵نور ژوبل شوي خو ددغه روغتون ویاند وسیم بیګ د ډیوه خبریال ته ویلي چاودنه کې ۲۰کسان ژوبل شوي دي.

په ژوبلو کې هم د دریوؤ کسانو حالت مرګونی ښودل کیږي.

عیني شاهدان وایي چې دا چاودنه دومره درنه وه چې خواوشا ودانۍ یې هم لړزولي دي خو تر اوسه پولیسو یا انتظامیي چارواکو نه ده واضحه کړې چې دا یوه بمي چاودنه وه که ځانمرګي برید ؤ.

دبلوچستان وزیراعلي جام کمال خان ددې پېښې غندنه کړې اؤ د پېښې په اړوند یې راپور غوښتی دی،

وزیراعلي دخپلې خواخوږۍ پیغام کې ویلي چې د روژې مبارکه میاشت کې دجومات دننه داسې ترهګري کول د انسانیت نه پریوتی عمل دی اؤ حکومت به ددې پېښې ترشا ککړو خلکو ته سخته سزا ورکوي.

په شپږم مئ پاکستان کې د روژې د میاشتې پیل کیدو راپدیخوا تر اوسه پاکستان کېد دا دترهګرۍ پینځمه پېښه ده.

تر دې وړاندې په ۱۳م مئ د کوټې په سیټلائټ ټاوڼ کې د پولیسو په ګاډي بمي برید کې څلور پولیس وژل شوي اؤ د دوؤ پولیسو په ګډون نهه تنه نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه پېښې نه دوه ورځې وړاندې دبلوچستان په ګوادر سیمه کې په یو هوټل د ترهګرو برید کې پینځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ ، نښته کې درې ترهګر هم وژل شوي وؤ.

همدا راز په اتم مئ لاهور کې د داتا دربار نه بهر ځانمري برید کې ۱۰کسان وژل شوي اؤ ۳۰ نور ژوبل شوي وؤ هم په دغه ورځ دبلوچستان په چمن سیمه کې دقبائیلي مشر ولي خان اڅکزي ګادی په بم الوځول شوی ؤ چې پکې هغه د خپلو دوؤ ساتونکو سره وژل شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG