لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز څه وایي چې افغانستان نه یې تمریناتي سیالۍ کې ماتې ولې وخوړه؟


دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې کپتان سرفراز احمد دنړیوال کپ دسیالیو په تمریناتي لوبه کې د افغانستان نه په ماتې خوړلو دمایوسۍ څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي پاکستاني لوبډلې کمې منډې جوړې کړې وې چې له دې امله یې ماتې خوړلې ده.

دجمعې په ورځ په انګلېنډ کې ترسره شوې تمريناتي، وارم اپ سيالۍ کې افغانستان دپاکستان لوبډلې ته په دریوؤ وکټونو ماتې ورکړې وه .

د پاکستان لوبډلې لمړی بيټنګ کړی ؤ او افغان لوبډلې ته يې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۳ رنزونو هدف ورکړی ؤ چې دغه هدف افغان لوبډلې ا وو لوبغاړو په سوځیدو وورستي اوور کې پوره کړی ؤ.

له سیالۍ وروسته دپاکستاني لوبډلې مشر سرفراز پخپلو خبرو کې وویل “مونږ زیاتې منډې جوړې نه کړل شوې،۲۰ یا ۳۰منډې مو کمې وې چې دا مو دماتي لویې علت شو”

هغه وویل” د لږو منډو جوړولو نه وروسته مونږ په لمړیو اوورونو کې غوره باولنګ ونه کړل شو اؤ دافغان لوبغاړو سوځولو کې هم بریالي نه شو چې اؤ دې هرڅه دماتي لوري ته بوتللو”

دپاکستاني لوبډلې مشر وویل” کله چې تاسو سیالۍ کې پاتې راځئ نو ډیره ګرانه شي،اؤ زه خپلو لوبغاړو ته ویم چې تاسو همت مه بائیلئ،زمونږ روزونکي ډیر زیات محنت کوي اؤ مونږ به ډیر زر ښه کارکردګي وښایو”

د نوموړي په وینا زمونږ بیټسمینان غوره لوبه کوي،خو نن مو زیاتې منډې جوړې نه کړل شوې ،مونږ ته اړتیا ده چې زیات محنت پخپل باولنګ وکړو.

په دغه تمریناتي سیالۍ کې د سلو منډو جوړونکي بابر اعظم په هکله سرفراز احمد وویل په دې سیالۍ کې بابر ښه لوبه وکړه اؤ دا زمونږ حوصله لوړوي چې زمونږ یو ښه توپ وهونکی په دائمي ډول زیاتې منډې جوړوي.

پاکستان به د نړیوال کپ د سیالیو نه وړاندې خپله دویمه تمریناتي سیالي د هند په ضد کوي.

ټاکل شوې ده د کال ۲۰۱۹م نړیوال کپ سیالۍ د دروانې مياشتې د ۳۰ نېټې څخه په انګلینډ کې پېل کيږي.

دټاکل شوي مهال ویش له مخې به دافغانستان لوبډله د نړیوال جام دکرکټ په سیالیو کې خپله لمړۍ لوبه دجون په لمړۍ نیټه انګلینډ کې د اسټریلیا سره کوي‌،

په دغو سیالیو کې به دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ سیالي په ۲۹م جون کیږ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG