لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په خپل څلور ورځني سفر جاپان ته رسېدلی


د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په خپل څلور ورځني سفر جاپان ته رسېدلی، د سپينې ماڼۍ چارواکي وايې دغلته به د ډېرو مهمو خبرو اعلانونه وشي.

د خالي په شپه جاپان ته د رسېدو سره سم صدر ټرمپ د اېر پورټ نه نېغ د امريکايې سفير کور ته ورغلو او هلته يې يوشمېر جاپاني کاروباريانو سره دخبرو په وخت اوېل،

"نن سبا د جاپان او امريکا تعلقات د تېرو وختونو په پرتله ډېر خواږه او مضبوط دي، وړاندې چرته هم دواړه هېوادونه يوبل ته دومره نه وو نزدې شوي، دا د دواړو هېوادونو لپاره د کاروبار يوه غوره موقه ده"

نوموړي دغې غونډې ته وېل امريکا او جاپان ډېر زر يو نوي تجارتي تړون ته رسېدونکي دي، نوموړي د جاپان او امريکا ترمينځه په تجارت کې د جاپان زياتې ګټې ته په اشاره کې ووېل،

"جاپان د يوې مودې رهسې ډېری ګټې وچتوي، خو خېر دی، ځکه چې هم په دغه خبره تاسو مونږه سره ډېره مينه هم کوۍ"

نوموړي زياته کړه د يوې مودې رهسې د جاپان او امريکا ترمينځه تجارتي توله برابره نه ده جاپان زياته ګټه پورته کوي خو وس به دغه توله لږه برابرول وي.

آيا د صدر ټرمپ او د جاپان وزيراعظم ترمينځه د ګل په ورځ کېدونکي ګډ خبري کانفرنس کې د دوه اړخیزه تجارتي او دفاعي لوظنامو امکانات شته؟

د وي او ای دې پوښتنې ته د سپېنې ماڼي يو چارواکي په ځواب کې وېل، د امريکا او جاپان ترمينځه د يو شمېر مهمو پرېکړو امکان ښکاره دی.

د جاپان وزيراعظم شېنزو اېبی به صدر ټرمپ دې خبرې ته جوړوي چې راتلونکي مياشت د جاپان په اوساکه ښار کې کېدونکې د 20 لوي اقتصادي هېوادونو په غونډه کې ګډونو وکړي.

په امريکا کې د څېړنو د ادارې وېلسن سنټر پوهان شي هوکو ګوټو وایې ،

" د صدرټرمپ او شېنزو اېبۍ غونډه به د جاپان د سفارتکارۍ يو ازمېښت وي چې څنګه امريکا د 20 اقتصادي هېوادنو يا G-20 په غونډه کې پوره پوره ګډون ته اماده کړي".

د دې ترڅنګ به د جاپان وزيراعظم شېنزو اېبې دا هم کوشش کوي چې لکه د تېر کال په څېر صدرټرمپ بيا په فرانس کې د اووه لوي هېوادونو يا ګروپ اف سېون دغونډې نه بهر پاتې نه شي.

څيړونکي وايې جاپان به هڅې کوي چې د امريکا سره داسې دوه اړخيزه تجارتي تړونونه وکړي چې پکې د جاپان برامدات کم نه شي او د جاپان کاروباريان غواړي چې تجارتي قوانينو کې ثبات وي او هم د چين او امريکا ترمينځه اړيکې سمې وي چې په راتلونکي وختونو کې ورسره د دوي په تجارت بد اثرات پرې نه وځي،

صدرټرمپ او شېنزو اېبی به د نهې په ورځ په يوکو سوکا سمندري ځواکونو په مرکز کې د جاپان جوړ هيلي کاپټر وړونکې بېړۍ کاګا ننداره هم کوي چې 250 ميټره اوږده ده او په وخت د ضرورت د اېف 35 بي نومې جنګي جهاز د کوځېدو او پورته کېدلو لپاره هم په کار راتلی شي.

په ټوله اېشيا کې د امريکا د هوايي پوځ تر ټولو لوي مرکزد جاپان په اوکي ناوا جزيره کې دی چرته چې د 26 زره نه زيات امريکايې پوځ پروت دی چې په وروستيو کې پرې د چآپېريال د خيچنوالي په سر نيوکې هم شوی دي په دويم جنګ عظيم کې امريکا ته د سلامي کېدو وروسته په جاپان کې وس هم د امريکا 54000 پوځيان مېشت دی.صدر ټرمپ به دغو ځواکونو ته د ميموريل ډی په موقه وينا هم کوي.

هرڅه که د جاپان مشران د صدر ټرمپ سفر نه ډېر هيلې لري خو ځينې چارواکی اندېښمن دي چې صدر ټرمپ جاپان سره د تجارتي تولې په سر سختي هم کولی شي، .

صدر ټرمپ به د ګل په ورځ د جاپان د نوي باچا نارو هيتو سره هم ليدل کتل کوي او په سرکاري دستوره کې ورسره ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG