لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنیسټي انټرنشنل: د شمالي وزیرستان د وژنو څېړنه دې وشي


واشنګټن: د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټې انټرنېشنل د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره دې، د یکشنبې يا اتوار په ورځ د پي ټي ام د دریو فعالانو د وژل کېدو په اړه خپلواکه او اغیزناکه پلټنې وکړي.

د بخښنې په نړیوالې اداره کې د جنوبي اسیا څېړونکې رابعه محمود وايي:

(که چېرې دا راپورونه سم وي چې پوځ لاریون کونکي په خپلو ډزو وژلي دي نو دا به له نړیوال قانون څخه یو جدي سرغړونه وي.)

هغې وړاندې ویلي، د نړیوال قانون له مخې د امنیتي ځواکونو لخوا وسلې باید یواځې هغه وخت وکارول شي کله چې پرې د خلکو ژوند ژغورل کېږي او کله چې وژونکې وسلې وکارول شي نو د هرې پېښې په اړه باید بشپړې پلټنې وشي.

رابعې دا هم وویل، کچېرې دا وموندل شي چې وسلې د غیر قانوني وژنو لپاره کارول شوي دي نو ښکېل کسان باید محکمې ازادو محکمو ته راکاږل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ام دوه غړي چې د پاکستان د قامي اسامبلۍ غړي هم دي د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې یې له خلکو سره لاریون کاوه چې پرې ناتاره ډزې وشوې او مرګ ژوبله پکې رامنځ ته شوه.

د بخښنې نړیواله اداره وايي، چې علي وزیر دا مهال د پاکستان پوځ له ځانه سره وړی.

د پاکستان پوځ ویلي وه، چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د پي ټي ام فعالانو په یو چک پوست باندې برید وکړ خو د پي ټي ام کسان وايي، چې د دوی لخوا هېڅ ډول برید نه دی شوی او د محسن داوړ په وینا د پاکستان پوځ تل داسې درواغ وايي.

له پېښې وروسته په سیمه کې د ټیلیفون او انټرنیټ خدمات تړل شوي دي او له همدې امله د پېښې په اړه لا زیات معلومات نه دې روښانه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG