لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې ۱۴۴ماده لګول شوې، په بنو کې د پي ټي اېم غړي او يو خبريال نيول شوي


د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کې د پېښې رامنځته کېدو وروسته د جنوبي وزیرستان انتظامیې په علاقه کې ۱۴۴ ماده(دفعه) لګولې په هر ډول ګڼه ګوڼه جوړولو او جلسو جلسونو يې بندېز لګولی دی.

بل لور ته تېره شپه په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي او يو ځايي ژورنالسټ ګوهر وزير پوليسو نيولي دي.

د شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې په يوه پوځي چيک پوسته د ډزو په پېښه کې مرګ ژوبلې رامنځته شوې او پوځ په پي ټي اېم تور لګولی چې په پوسته يې بريد کړی خو د پي ټي اېم مشران دغه تورونه دروغژن ګرځوي او وايي پوځ په عامو خلکو نېغې ډزې کړي دي.

پي ټي اېم د خړ کمر د پېښې پرضد د شمالي وزیرستان په مرکز ميران شاه کې احتجاجي پرلت پېل کړی او د غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټولو پښتنو غږ کړی چې د دوي سره په احتجاجي پرلت کې ملاتړ وکړي.

پوځ تور لګوي د خړ کمر په چيک پوسته د پي ټي اېم د مشرانو او پلويانو د برید په مهال درې حمله کوونکي وژل شوي او لس نور ژوبل شوي او دپوځ پينځه سرتيري هم ټپان شوي وو.

پوځ پرون ویلي د خړ کمر په علاقه کې د پينځه نورو کسانو مړي ترلاسه شوي چې په ډزو وژل شوي دي.

خو محسن داوړ ويلي د پوځ نېغ په نېغه ډزو کې د دوي ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د يادې پېښې وروسته د پي ټي اېم بل مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير سره د اته کسانو نيول شوی او پرون په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د اته ورځو دپاره پوليس ته په بدني ریمانډ ورکړی دی.

د خړ کمر د پېښې پرضد د پاکستان په زياترو برخو او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان په لويو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې دي.

پرون ناوخته په بنو کې دغه ډول مظاهره شوې او بيا د هغې وروسته پوليسو د پي ټي اېم د غړو د نيولو لړۍ پېل کړې وه.

د پي ټي اېم ځايي کسانو او ژورنالسټانو وي ای ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې د خبريال ګوهر وزير په ځای کې د هغه سره د پي ټي اېم څو فعاله غړي چې پکې د علي وزير د تره زوی عارف وزير، صمد خان، بلال مسید، نديم عسکر، نويد خان او شمس وزير ناست وو، پوليس راغلي او دوي ټول يې نيولي دي.

د پي ټي اېم ځايي کسان وايي د بنو پوليس راغلي او دا کسان يې نيولي خو پوليس وايي دغه کسان د دوی سره نشته.

د پښتنو ژورنالسټانو اتحاديې (پشتون ژورنالسټ اېسوسي اېشن) د ګوهر وزیر د نيولو په سخته غندنه کړې ده چې هغه د ډيوټۍ په مهال نیول شوی دی.

ګوهر وزير په داسې حال کې نيول شوی چې نوموړی پرون د ګل، دوشنبې په ورځ وزيرستان ته تللی او هلته يې د پي ټي اېم د مشرانو سره مرکې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG