لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایي امریکا سره خبرې هیڅ امکان نه لري


ایران ویلي امریکا سره خبرې اترې هیڅ امکان نه لري اؤ که چرې امریکا مزاکرات غواړي نو دې دپاره به ورته خپله رویه کې بدلون راوستل وي.

د ایران دا بیان د امریکایي صدر ټرمپ له هغې بیان وروسته مخې ته راغلی چې ویلي یې وؤ ایران سره په اټومي پروګرام د تړون احتمال شته.

صدر ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي ووؤ هغه بشپړ باور لري چې ایران به امریکا سره تړون کول وغواړي اؤ دا به یې عقلمندي وي.

دنهې په ورځ د ایران د بهرینو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي ویلي ایران فعلاً تر لرې،لرې امریکا سره دخبرو احتمال نه ویني.

ویاند ویلي ایران یوازې د خولې په خبرو باور نه لري بلکې په رویه کې بدلون ته ارزښت ورکوي.

دامریکا دپخوانی‌ صدر باراک اوباما د واکمنۍ په دوره کې ایران سره دشوي اټومي تړون په اساس ایران خپلې اټومي هلې ځلې محدودې کړې وې چې دهغې په بدل کې ترې امریکا اؤ نړیوالې ټولنې اقتصادي بندیزونه لرې کړي وؤ.

خو دصدر ټرمپ حکومت تیرکال په یو اړخ ډول ایران سره دشوي اټومي تړون نه ځان بهر کړو اؤ دهغې راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړیکې خړې شوي دي.

د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکه ایران کې حکومت بدلول نه غواړي بلکې غواړي چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

دصدر ټرمپ په دغه بیان خپل غبرګون کې دایران مرستیال صدر اسحاق جهانګیري ویلي چې ایران د اټومي وسلو تیارولو اجازه نه لري ځکه چې ددې هیواد لارښود ایت الله علي خامنه اي حکومت ددغسې کولو نه منعې کړی دی.

خو د ایران ددغه رقم باور ورکولو باوجود امریکا اندېښنې ښایي چې ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو په هڅو بوخت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG