دجنوبي کوریا یوې ورځپاڼې دعوه کړې ده چې دشمالي کوریا حکومت امریکا دپاره د مخبرۍ په تور د صدر کم جونګ ان د ځانګړي استازي په ګډون د خارجه وزارت پینځوؤ لوړ پوړو چارواکو ته د مرګ سزا ورکړې ده.
دنړیوالې خبري شبکې رائټرز له مخې ورځپاڼې “چوسن البو” دعوه کړې ده چې د خارجه وزارت کوم پینځه چارواکي وژل شوي هغوئ سږکال په ویتنام کې د شمالي کوریا د ولسمشر کم جونګ ان اؤ امریکایي صدر ډانلډ ترمپ ترمینځ دشوؤ خبرو نه وړاندې امریکایي چارواکو سره په کیدونکو خبرو کې مهم رول درلودو.
دغه ورځپاڼې لیکلي چې دامریکایي چارو دپاره د ولسمشر کم جونګ ان ځانګړي استازي کم هیوک چل اؤ دبهرنیو چارو نورو څلور افسرانو ته دمرګ سزا سږکال دمارچ میاشت کې د پیانګ یانک په میرم هوایي ډګر ورکړل شوې ده.
ورځپانې د سرچینو له خولې دعوه کړې چې په وژل شوؤ چارواکو امریکا دپاره دمخبرۍ اؤ دصدر ټرمپ اؤ کم جونګ تر مینځ دملاقات نه وړاندې امریکایي چارواکو سره ددغې لیدنې په اړوند خبرو کې دامریکایانو په ارادو دځان نه پوهولو تورونه لګول شوي وؤ.
د شمالي کوریا د ولسمشر ځانګړی استازی کم هیوک د کم جونګ ان نزدې انډیوال ګڼل کیدلو اؤ هغه به دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو سره دکیدونکو خبرو عمل کې تر ټولو وړاندې ؤ.
دجنوبي کوریا یو قانون ساز سږکال د اپریل په میاشت کې خبري شبکې رائټرز ته ویلي وؤ چې کم هیوک چل دخپل منصب څخه لرې کړل شوی دی اؤ داسې اطلاعات هم شته چې هغه د چین د پولې سره پیوست یو مشقتي کیمپ کې ساتل شوی.
دجنوبي کوریا حکومت ویلي چې ترڅو په دې اړوند ټول حققیتونه مخې ته نه وي راغلي هغوئ په دې اړوند تبصره نه شي کولی