لاس رسیدونکی لینک

 
دپاکستان سینیټ ججانو سره دیووالي قرارداد منظور کړی
تازه خبر

دپاکستان سینیټ ججانو سره دیووالي قرارداد منظور کړی


دپاکستان په برني ایوان سینيټ کې مخالفو سياسي ګوندونو د هېواد د اعلي عدليې ججانو سره د يووالې دپاره قرار داد منظور کړی او په حکومت یې غږ کړی چې د ججانو پرضد سپريم جوديشل کونسل کې جمع کړل شوی ریفرنس یا دوسیه دې بېرته واخلي.

سينيټ کې د جمعې په ورځ دمسلم ليګ (ن ) ګوند لخوا د ججانو سره د يووالې په حقله دغه قرار داد راجه ظفرالحق وړاندې کړی دی .
قرار داد کې د سینيټ لخوا د ججانو پر ضد پر حکومتي ريفرنس انديښنه څرګنده کړل شوې او دا ريفرنس ېې په اعلي عدالت نيغ په نيغه حمله بللې ده .
د سینيټ په دې قرار داد کې دا دعوه هم شوې چې شک پيدا کيږي چې ګني دا ريفرنس ددغه ججانو د ورستو پريکړو سره اړه لري .
د پارليمان بهر ميډيا سره خبرو کې د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اختر مينګل ویلي ، داسې ښکاري چې د هېواد پارلیمان ، عدالت او ازاده ميډيا بنديوان کولی شي .

هغه وايي نه پوهيږي چې د ججانو پرضد دا ريفرنس د کوم ځاې نه ناڅاپه راغلو ، ولې چې په دغو ججانو کې يو جج د فيض اباد احتجاجي پرلت پرضد پريکړه کړې وه او هم دغه جج کال ٢٠١٧ کې په کويټه کې په وکيلانو د ترهګر خونړي بريد پلتنې کړې وې او ځنې عناصر ېې په ګوته کړې وو .
ښکاره دې وي چې د پاکستان صدر عارف علوي روانه اوونۍ د سپريم کورټ د سنير جج قاضي فايز عيسي او دسندهـ هايي کورټ د جج کريم خان اغا پر ضد د اثاثو د پټ ساتلو په تور کې سپريم جوډيشل کونسل ته ريفرنس ليږلی.
د هيواد مخالف سياسي ګوندونو او د وکيلانو تنظيمونو پدې معامله کې د ججانو سره ودريدو هوډ کړی او وايي حکومت ته به دججانو عزت سره د لوبو کولو اجازه ورنکړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG