لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د مې په مياشت کې نزدې ۲۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبلې اوختي


په افغانستان کې په روانو وسله والو عملياتو کې د مې په مياشت کې د ۲۳۰۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبلې اوختي چې پکې ۱۳۱۷ کسان وژل شوي دي.

د مرګ ژوبلو دا پېښې د حکومت پلوه ځواکونو او طالب وسله والو د عملياتو له امله رامنځته شوي دي.

په افغانستان کې خبري اداري (پژواک) د اتوار، يکشنبې په ورځ دغه شمېرې خپرې کړي چې دا مرګ ژوبلې د هېواد په ۳۴ صوبو، ولايتونو کې په ۳۰ کې شوي دي.

ويل شوي دا شمېرې له دغې وړاندې د اپرېل د مياشتې په پرتله ۳۷ فيصده سېوا شوي او د تشدد په پېښو کې افغان امنيتي ځواکونه، تندلاري وسله وال او عام خلک په نخښه شوي دي.

د اتوار، يکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د سکول وړونکو ماشومانو په ګاډي چاؤدنه کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوختې ده.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې د څار ادارې ويلي د مې په مياشت کې د تشدد په پېښو کې ۱۹۰ ملکي وګړي چې پکې ۳۳ ماشومان شامل دي وژل شوي او ۳۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د غېر دولتي ادارې د رپوټ ترمخه د ملکي وګړو زياتې مرګ ژوبلې په کابل، ننګرهار، هرات، غزني او هلمند کې شوي په ماين چاؤدنو، ځانمرګو بريدونو، بمي چاؤدنو او هدفي وژنو کې خلک وژل شوي دي.

ادارې ويلي تېره میاشت په دوېم نمبر زياتې وژنې د حکومت پلوه ځواکونو په هوايي بريدونو کې شوي دي.

ملګرو ملتونو ويلي د روان کال په لمړو درېو مياشتو کې په افغانستان کې ۱۷۷۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوختي چې پکې يواځې ۵۸۱ کسان وژل شوي دي.

د مرګ ژوبلو پېښې وروسته له هغې سېوا شوي چې د اپرېل په میاشت کې طالبانو خپل پسرلني عمليات اعلان کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG