لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د ډرايورانو د بې پرواهۍ له کبله ټرېفکي پېښه کې ۱۴ تنه مړه شوي


د قلعه سېف الله د ټرېفکي پېښې ژوبل
د قلعه سېف الله د ټرېفکي پېښې ژوبل

د بلوچستان صوبې په قلعه سېف الله ضلع کې په يوه ټریفکي پېښه کې د يوې د کورنۍ د شپږو غړو په ګډون ۱۴ تنه مړه شوي او لس ژوبل شوي دي.

دغه پېښه د شپې په مهال ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې د کوټې څخه يو وېګن ګاډی ژوب ته په لار ؤ او د بلې خوا د راروان ټرک ګاډی سره په ټکر شوی دی.

چارواکي پخلی کوي چې په پېښه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي چې پکې يوه ښځه او د هغې دوه زامن او درې لوڼه مړه او دوه نور ژوبل دي.

په پېښه کې د ژوبل کسانو درملنه د کوټې په سېول روغتون ټراما سنټر کې روانه ده او په ژوبلو کې د ډاکټرانو په وېنا دوه کسان سخت ژوبل دي.

پېښه کې د مړو شوؤ ټولو کسانو تعلق د ژوب ښار سره دی.

چارواکي وايي د پېښې علت د ډرايورانو بې پرواهي ده.

د ليويز ځواک رسالدار ظريف وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي وېګن ګاډی د ټرېکټر نه مخکې کېدو او د بل طرف نه پرې بيا ټرک راغلی د هغه سره په ټکر شوی دی.

خو ځايي خلک د ګاډو د ټکر کېدو يو علت دا هم ښايي چې سړک تنګ دی که سړک غټ وي کېدی شي پېښه نه وی رامنځته شوی.

ځايي خلک وايي د کوټې او ژوب ترمنځ د ۳۰۰ کلوميټره نه سېوا اوږدې لارې دپاره مخکني وزيراعظم نوازشريف او اوسنی عمران خان هم ژمنه کړې چې دغه لار به غټه کړي خو تراوسه په دې هيڅ کار نه دی پېل شوی.

په روانه میاشت کې يواځې په ژوب ښار کې په ټريفکي پېښو کې د ۲۰ پورې کسان مړه او د دې نه زيات نور ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټريفکي پېښې رامنځته کيږي او علت يې د سړکونو خرابوالی، د قانون نه عملي کول او د ډرایورانو بې پرواهي يا بې غوري ګرځول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG